شاته

په افغانستان کې د اورګاډي پروژې د عملي کېدو امکانات

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په مشري یو افغان پلاوی په روسیه کې د استراخان فورم یوې نړیوالې غونډې ته تللی چې پکې د نړۍ څه نا څه ۱۵۰ شرکتونو ګډون کړی دی.

د طالبانو پلاوي په دې غونډه کې د استرا خان فورم ګډونوالو ته بلنه ورکړې چې د افغانستان اورګاډي پروژه کې پانګونه وکړي.

په دې اړه د طالبانو د حکومت د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر ملا بخت الرحمن شرافت پر خپله اېکس پاڼه کښلي چې «د استراخان فورم د ترتیب کوونکې ادارې (نارت - ساوت کلب) له مشر دیمیتري ریووک سره یې د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه لیدنه کې یې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژو په ځانګړي ډول افغان ټرانس کې پر پانګونه مفصل خبرې کړې دي. پر دې مهال دیمیتري ریووک څرګنده کړه چې روسیه د افغان ټرانس پروژې له بنسټ اېښودونکو څخه ده او دا پروژه دوی ته ځانګړی ارزښت لري.»

‏همدارنګه نوموړي یادونه وکړه چې د افغان ټرانس اړوند راتلونکې ناسته چې تاشکند کې جوړیږي، ګډون کوي.

‏تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۲۳مه نېټه د طالبانو له یاد پلاوي سره په لیدنه کې د روسیې د ولسمشر سلاکار او د داغستان پخواني مشر رمضان عبداللطیفوف ویلي وو، روسیه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژو په ځانګړې توګه افغان ټرانس پروژې کې چې منځنۍ اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي پانګونې ته لېوالتیا لري.

خو پوښتنه دا ده چې د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو د دغه پروژو د عملي کېدو فرصتونه شته او که نه. په دې اړه په جرمني کې اقتصاد پوه آزرخش حافظي له امریکاغږ پښتو ویبپاڼې سره په خبرو کې وویل: "د سیمې هېوادونه په تېره ازبکستان، قزاقستان او پاکستان لېوال دي چې له یوه بل سره مناسبات ولري. په لویه کچه خپلمینځۍ اقتصادي راکړه ورکړه ولري. د دغه کار د ترسره کولو لپاره د افغانستان مواصلاتي لارې سمې نه دي. یو د سالنګ لویه لار ده چې د پاچا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په وخت کې په ۱۹۴۲ کال کې پرانستل شوې وه. هغې لارې د یوې کوچنۍ اقتصادي راکړې ورکړې لپاره کفایت کاوه چې د څلور ساعتونو په وخت کې تر څلور سوو پورې ګاډي پرې تېرېدلای شول. اوس پر دغه لار تر ۱۵۰۰۰ هم زیات ګاډي تېرېږي. نو پکار ده چې یو بدیل او ارزانه لار ورته پیدا شي".

د اقتصاد پوه ښاعلی آزرخش په وینا د اورګاډي پټلۍ د افغانستان لپاره لوی ارزښت لري. افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی نو د ده لپاره ارزان ټرانسپورټېشن هم د رېل ګاډی دی.

د رپوټونو له مخې ازبکستان په یو کال کې تر یو میلیون ټن زیات مالوچ بهرنیو هېوادونو ته صادروي. دا د روسیې له لارې ډېر ګران تمامېدل، او بیا وروسته چې دا د اوکراین جګړه پیل شوه، نو هغه سیمه ناامنه شوه او اوس هلته لارې نشته. نو ضروي ده چې دوی د خپلمینځي تجارت لپاره نوې لارې ولټوي، تر څو د افغانستان له لارې پاکستان او نورې نړۍ ته خپل توکي صادر کړي او د خپل ضرورت شیان لکه ټېکنالوژي له نورې نړۍ څخه وارده کړي.

نو ازبکستان ته دا لنډه لار ده او په دې خاطر دا هیواد له پخوا څخه لېوال وو چې دا کار وکړي. په تېره بیا وروسته له دې چې د اوکراین جګړه پیل شوه، دوی و پوهېدل چې محاصره شوي دي او په انزوا کې دي، باید دا لاره پرانیزي.

د اقتصادپوه آزرخش په وینا، دا اسانه خبره نه ده، ځکه دا به کلونه وخت ونیسي چې ترڅو دا له افغانستان څخه دغه (د اورګاډي پټلۍ) یوه لویه پروژه تېره شي او له پاکستان څخه جنوبي اسیا ته ورسېږي، نو تر هغه وخته به دوی مقدماتي کارونه پیلوي او د اساسي قراداد لپاره دوی د بین المللي منشور له مخې اړ دي چې قوانین او حقوق یعنی دواړه په پام کې ونیسي چې په هغه کې رسمیت پېژندنه یو اساسي شرط دی.

د اورګاډي پټلۍ غزولو اقتصادي ګټې

‎اقتصادپوه ارزخش د دې پروژې ګټې بېخي زیاتې بولي، د نوموړي په اند په دې سره به سیمه ییز اقتصادي پیوستون رامنځ ته شي، دې ته افغانستان هم احتیاج لري، او تر افغانستان زیات پاکستان او نور خریداران د ازبکستان او د نورو هېوادونو د مالوچو خریداران دي، دوی ډېر لېوال دي چې دا ترلاسه کړي. نو ځکه چون ټول ورته احتیاج لري، هرومرو به دا (اوسپنې پټلۍ) جوړه شي او د افغانستان لارې (موټر وې) سمې ندي او ددې کفایت نه کوي چې یو میلیون ټن یا دوه میلیون ټن ورادات او صادرات د ټرانزټ په شکل صورت ومومي.

د اوسپنې پټلۍ غزولو شتونتیا

‎داچې په اوسمهال کې د رېل ګاډي پټلۍ غزولو امکان شته که یه، نو دا د هېوادونو د تصمیم پر بنسټ کېدای شي، چې دوی بین المللي قوانین له نظره وغورزوي او په خپل مسولیت سره پانګونه وکړي.

د کارپوهانو په اند افغانسنان خو پرته له دې هم غواړي چې په دې هېواد کې یو کار وشي او د اوسني حکومت تر چتر لاندې یو کار وشي، نو د دوی لپاره دا پروژه یو ډول مشروعیت دی.

تراوسه چې لیدل شوي دي، پاکستان، د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه، ایران او چین پر دغه محدودیتونو ډېر ټینګار نه کوي، او هره ورځ دوی له دې څخه په لوړه کچه له اوسني حکومت (د طالبانو حکومت) سره روابط ټینګوي او کار ورسره کوي. ازبکستان هم د خپل احتیاج له مخې دا کار کوي، ازبکستان هم له افغانستان سره کار کولو ته لېواله دی.

افغانستان ته یې ګټې

په جرمني کې افغان اقتصادپوه ارزخش حافظي وایي، «د اوسپنې پټلۍ که وغزول شي نو دا د افغانستان لپاره ګڼې لري، لکه د ټرانزیټي لارې حق، او بل داچې په زرګونه ګاډي چې ځي راځي، هغوی خدماتو ته اړتیا لري، هغوی به زموږ له ټانکونو څخه تېل اخلي او ګاډي کله نا کله ترمیم ته ضرورت لري. همداشان خلک چې ځي راځي، هغوی استوګنځایونو ته ضرورت لري. ډوډۍ خوري، دا په خپله زموږ سیمې ته یو اقتصادي رونق راوړي.»

په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر چې د روسیې په رسمي بلنه روسیې ته په سفر تللی، عبداللطیفوف ته ډاډ ورکړی چې روسي پانګوالو ته به په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونې ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

فورم \ دبحث خونه