شاته

ډبلیو ایچ او: تیرو لس میاشتو کې له ۲۲ زرو زیات افغان ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په یو تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې په تیرو لسو میاشتو کې زرګونه ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي دي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ اکتوبر۲۷( لړم پنځم) په یو راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د اکتوبر د میاشتې د ۲۱ ورځې پورې په افغانستان کې د ماشومانو په ګډون ۲۲ زره او ۴۰۸ کسان د شري په ناروغۍ اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دغه راپور کې ویلي، چې په شري باندې د اخته شویو کسانو ۷۰.۷ فیصده یې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومان دي او ۴۷ فیصده یې ښځې دي.

همداشان دغه سازمان ویلي، چې په دغه موده کې ۶۷ تنه د شري په ناروغۍ مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې اړه اندیښنه ښودلې چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلنو د راپورونو له مخې د شري د ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره د هڅو سره سره په افغانستان کې لا هم ددغې ناروغۍ پیښې په لوړه کچه شته دی.

دا سازمان وايي د روان کال د تیرو لسو میاشتو شمیرنې د تیرکال د همدې مودې د شمیرنو پرتله ۲۴ فیصده زیاتوالی ښيي.

روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۲۲ کال کې د شري ټولې ۱۸ زره پیښې او پر دغې ناورغۍ د مړ شویو کسانو شمیر ۳۰۰ راپور ورکړی و.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې د شري د ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره یې د روغتیا په سکټور کې د بوختو نورو ادارو په ملتیا یو لړ اقدامات ترسره کړي دي.

د دغه سازمان د شمیرنو له مخې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه راهیسې د نهو او پنځه کلنو ترمنځ اوه زره او ۱۵۳ ماشومانو ته د شري واکسین ورکړل شوي دي. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د روان ۱۴۰۲ کال د زمري د میاشتې شمیرنې ښيي چې په تیر یو کال کې شاوخوا اته میلیونو ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق شوی دی.

ددې سربیره د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ۱۳۲ زره معلوماتي پاڼو کې یې د شري په تړاو معلومات د عامې روغتیا وزارت ته د عامه پوهاوي لپاره چمتو کړي دي. دا سازمان وايي، چې دا معلوماتي پاڼې د شري د ناروغۍ دخپریدو د مخنیوي د هڅو په پایله کې ترتیب شوي دي.

فورم \ دبحث خونه