شاته

د اسرائیل پوځ وايي په غزې کې یې نور ځمکني عملیات کړي

د اسرائيل پوځ د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۷ (لړم پنځمه) وویل چې پلیو ځواکونو یې د جنګي جټ او ډرون الوتکو په ملاتړ د غزې تړانګې په مرکزي برخه کې عملیات تر سره کړي دي.

پوځ په یو بیان کې ویلي: "د تیرې ورځې په اوږدو کې، د اسرائیل دفاعي پلیو ځواکونو د جنګي جټ او بې پیلوټه الوتکو سره یوځای د غزې په مرکزي برخه کې یو بل هدفي برید ترسره کړ... پوځ د حماس ترهګرو، ټانک ضد توغندیو د توغولو او نظامي قوماندې د مرکزونو په شمول یو شمېر ترهګریز هدفونه په نښه کړي دي."

د پوځ لخوا خپاره شوي تور او سپین عکسونه د زغره والو ټانکونو کتار ښيي او پکې لیدل کیږي چې له ودانیو څخه دودونه پورته کیږي.

د اسرائیل پوځ یوه ورځ وړاندې د غزې په شمال کې د دغه ډول ځمکنیو عملیاتو خبر ورکړی و.

اسرائیل وايي له ځمکنيو عملیاتو وروسته یې ځواکونه بېرته خپلو ځایونو ته ستانه شوي دي او عسکرو ته یې کوم زیان رسېدلی نه دی.

تر دې دمه په دغو عملیاتو کې فلسطینیانو ته د تلفاتو په اړه څه ویل شوي نه دي.

د اسرائيل مقاماتو همدغه راز ویلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په غزې باندې ۲۵۰ هوايي بریدونه کړي او تونلونه،‌ تاسیسات او د راکټونو د توغولو ځایونه یې وېشتلي دي. دا راپورونه په خپلواک ډول تائید شوي نه دي.

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې دا ځمکني عملیات د نورو عملیاتو پیل دی. اسرائیل وايي غواړي ډاډه شي چې حماس بیا د اکتوبر د اوومې نېټې په څېر د بریدونو توان ونلري. په دغو بریدونو کې د چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۴۰۰ اسرائیلیان ووژل شول چې اکثریت یې ولسي خلک دي.

په غزې باندې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې د مقاماتو په وینا، تر دې دمه څه باندې ۷۰۰۰ خلک وژل شوي دي چې اکثر ملکیان دي.

د حماس د برید په ځواب کې پر غزه باندې د دریو اونیو بمباریو وروسته، اسرائیل په غزه کې ځمکنیو عملیاتو ته چمتوالی اعلان کړی او وايي چې د غزې سره په سرحد کې یې نژدې ۳۰۰ زره احتیاطي ځواکونه ځای په ځای کړي دي.

د اسرائيل د دفاع وزیر یواو ګالنت ویلي دي چې هېواد یې نه غواړي دا جګړه له غزې څخه د باندې خپره شي، سره له دې چې نوموړي په لبنان کې د حزب الله ډلې په ضد جګړې ته د اسرائیل د چمتوالي خبره کړې ده.

امریکایي سناتور بن کاردن، چې تازه اسرائیل ته تللی، ویلي دي چې د اسرائیل مشران باید پرېکړه وکړي چې کله په غزې باندې ځمکني عملیات پیلوي. نوموړي امریکا غږ ته وویل: "موږ د عملیاتو د ځنډ غوښتنه نه ده کړې، هره ورځ فکر کوو چې نن، یا د شپې او یا به یې سبا ورځ وي."

په همدې حال کې، ۱.۴ میلیون خلک په غزې کې بې ځایه شوي دي او ۶۲۹ زره نورو د ملګرو ملتونو په ښوونځیو کې پناه اخیستې ده.

په داسې حال کې چې په محاصره شوې غزه کې، اوسېدونکي د اوبو، غذا او درملو له کموالي سره مخامخ دي، ملګرو ملتونو په غزه کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او عرب مشرانو په رسمي ډول د اوربند او غزې ته د مرستو د رسولو غوښتنه وکړې ده.

فورم \ دبحث خونه