شاته

خامنه‌ يي ته د بایډن د خبرداري وروسته امریکا په سوریه کې د سپاه پاسداران پر تاسیساتو بریدونه کړي

د امریکا دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د سوریې په ختیځ کې دوه تاسیسات په نښه کړي چې د ایران د سپاه پاسداران او ورسره تړلو ډلو له خوا کارول کیدل.

د پنټاګون د پنجشنبې د ورځې اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمې) په بیان کې د دفاع وزیر لویډ اسټن له خولې ویل شوي: "له ځان څخه د دفاع دغه دقیق بریدونه په عراق او سوریه کې د متحده ایالاتو پر پرسونل باندې د ایران پلوه ملېشو د هغو روانو او اکثرو ناکامو بریدونو ځواب دی چې د اکتوبر د ۱۷ راهیسې پیل شوي دي."

اسټن زیاته کړه، ددغو بریدونو په ترڅ کې د متحده ایالاتو یو تبعه قراردادي د زړه درېدو له امله مړ شوی، او د امریکا د پوځ ۲۱ تنه پرسونل "سطحي ټپیان شوي، خو بیرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي."

سپینه ماڼۍ وايي، په سوریه کې د سپاه پاسداران پر تاسیساتو باندې بریدونه د پنجشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر جو بایډن له خوا د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ته پر امریکایي ځواکونو د بریدونو په وړاندې د مستقیم خبرداري وروسته شوي دي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل د بایډن خبرداری "یو مستقیم پیغام" و چې خپور شو او په اړه یې نور توضیحات ورنکړل.

د پنټاګون په بیانیه کې، د دفاع وزیر لویډ اسټن په سوریه کې د سپاه پاسداران پر تاسیساتو باندې بریدونه په غزه کې د اسرائیل او حماس وسله والو ترمنځ د روانې جګړې سره تړلي ندي بللي.

هغه وویل: "دا په دقیق ډول پلان شوي دفاعي بریدونه په عراق او سوریه کې د متحده ایالاتو د پرسونل د ساتنې او دفاع په خاطر دي... دا د اسرائیل او حماس تر منځ له روانې شخړې څخه جلا دي، او د اسرائیل او حماس جګړې په اړه زموږ په چلند کې بدلون نه راولي."

ایران د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې پر غزې د اسرائیل د هوايي او ځمکنیو بریدونو په اړه واشنګټن ته خبرداری ورکړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان وویل: د ملګرو ملتو له مرکزي دفتر څخه زه په جګړه اخته اسرائیلي وسله والو او د هغوی ملاتړو امریکايي سیاستوالو او نظامیانو ته چې په فلسطین کې یې نسل وژنه په لاره اچولې ده، په کلکه وایم چې موږ په سیمه کې د جګړې د پراخیدو هرکلی نه کوو. خو زه خبرداری ورکوم چې که په غزه کې نسل وژنه دوام ومومي، دوی پخپله به هم له دې اور څخه په امن کې پاتې نشي. دا زموږ کور دی، لویدیځه اسیا زموږ سیمه ده، موږ د خپل کور په امنیت کې له هیڅ لوري سره جوړجاړی نه کوو."

پر اسرائیل د حماس له برید وروسته، امریکا تر دې دمه اسرائیل ته څېرمه دوه الوتکې وړونکې بېړۍ ځای پر ځای کړې دي، چې د واشنګټن په وینا، د ایران له خوا د روان کړکیچ د پراخولو د هڅو مخه به ونیسي.

فورم \ دبحث خونه