شاته

اسپانیا کې ښایي له ۲۰۰ زرو زیات ماشومان کلیساو کې جنسي تیري سره مخ شوي وي - رپوټ

د یو خپلواک کمیسیون موندنې چې د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۷ (لړم ۵) خپرې شوي، ښیې چې په اسپانیه کې له ۱۹۴۰ کال راهیسې څه دپاسه ۲۰۰ زره کم عمره ماشومان د رومن کاتولیک پادریانو له خوا د جنسي تېری سره مخ شوي دي.

رپوټ د هغو تنکيو ماشومانو کره شمېر نه ده په ډاګه کړې چې جنسي تېری پرې شوی دی.

خو د دې رپوټ له مخې، د کمیسیون موندنې چې د څه باندې اته زره کسانو د نظرپوښتنې په بنسټ جوړ شوی، ښیي چې د اسپانیا د بالغ نفوس نږدې صفر اعشاریه شپږ فیصدو وګړو ویلي چې دوی په ماشومتوب کې د رومن کاتولیک د روحانیونو لخوا جنسي تیری تجربه کړی دی.

د اسپانیا نفوس اوسمهال څه دپاسه ۴۷ میلیونه کسانو ته رسیږي.

په اسپانیا کې د جنسي تیریو دغه افشا کیدنه په تیرو ۲۰ کلونو کې په ټوله نړۍ کې د جنسي تیريو چې اکثر په کې ماشومان ښکیل دي، وروستۍ پیښه ده چې د رومن کاتولیک کلیسا یې لړزولې ده.

خو د نورو هیوادونو برعکس، په اسپانیه کې یبشیسبش – په دودیز ډول کاتولیک هیواد چې خورا سیکولر شوی – د مذهبي ناوړه ګټه اخیستنې تورونه یوازې هغه وخت د پام وړ وګرځیدل چې په اړه یې د جنسي تیریو قربانیانو تورونه ولګول.

د اسپانیا د پوهنې پخوانی وزیر ګابيلندو وایي، "له بده مرغه، د ډیرو کلونو لپاره داسې ځانګړې لیوالتیا شته چې د ناوړه ګټه اخیستنې څخه انکار وشي، یا پټه شي او یا ناوړه ګټه اخیستونکي حفظ شي."

راپور د کاتولیک کلیسا په چلند نیوکه کوي او د ماشومانو د ناوړه ګټې اخیستنې قضیو ته غبرګون "ناکافي" بولي. کمیسیون د قربانیانو د جبران لپاره د دولتي فنډ د جوړولو وړاندیز کړی دی.

فورم \ دبحث خونه