شاته

د خبریالانو ملاتړي بنسټونه: له پاکستانه د افغان خبریالانو د جبري شړلو مخه دې ونیول شي

د افغان د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د حقونو د ملاتړ فدراسیون چې له افغانستان څخه بهر فعالیت کوي، په پاکستان کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب او له هغه هېواده د هغوی د ایستلو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

دغه فدراسیون، نن جمعه، اکتوبر ۲۷(لړم پنځمه) په یوې اعلامیې کې ویلی، چې ملګري ملتونه باید د پاکستان حکومت لخوا د هغه هېواد څخه د افغان خبریالانو د خپلسرو نیولو او شړلو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

اعلامیه زیاتوي: "دغه فدراسیون د خبریالانو د نړیوال فدراسیون، بې پولې خبریالانو سازمان او د خبریالانو د حقونو د ملاتړو ټولنو په ګډون له ټولو نړیوالو بنسټونو چې د خپلواکو خبریالانو ملاتړ کوي غواړي‌ چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو او د رسنیو له فعالینو څخه بشپړ ملاتړ وکړي."

دغه فدراسیون همداراز د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې، هغو خبریالانو ته چې دغه هېواد کې یې د اوسېدو موده پای ته رسېدلې وي، ویزې ورکړي او د ویزو موده یې تمدید کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه پاکستاني پولیس باید د کډوالو او خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څخه لاس واخلي.

پدې اړه چې په پاکستان کې اوسمهال څومره افغان خبریالان میشته دي،‌ دقیقه احصائیه نشته، خو وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې ‌په افغانستان کې بیا واکمن شول، د افغان کډوالو نوې څپې په ځانګړي توګه د پخواني حکومت کارکوونکي، پوځيان، د بشري حقونو مدافعین، مدني فعالان، خبريالان او نړيوال ځواکونه او بنسټونه کارکوونکي، د طالبانو له وېرې پاکستان ته مخه وکړه.

پاکستاني چارواکي اټکل کوي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر اوسه پورې شاوخوا ۷۰۰ زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي چې په دې کې ۵۰۰زره هغه کسان دي چې په ناقانونه توګه دغه هیواد ته تللي او یا یې د ویزو موده پای ته رسیدلې ده.

ددغو کډوال څخه يو شمېر يې بیا وايي چې په پاکستان کې له ډېرو ننګونو سره مخ دي. په پاکستان کې میشت یو افغان خبریال اصف، امریکا غږ ته وویل چې دوی نه د کار جواز لري او نه هم د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره کومه بله سرچینه.

د افغان خبريالانو په وينا، د اقتصادي ستونزو تر څنګ په پاکستان کې د افغان کډوالو د شړلو، نیولو او همدارانګه افغانستان ته د بېرته ستنولو ویره،‌ دوی ډیر ځوروي.

د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یو شمېر افغان کډوالو، چې درېیم هېواد ته د تګ لپاره په تمه دي، د یوې مظاهرې په ترڅ کې یې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ مخه ونیسي.

خو د پاکستان صدراعظم انور الحق کاکړ په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، هغه هېوادونه چې خپل افغان همکاران د پاکستان له لارې باسي، د هغوي پر وړاندې به پاکستان کومه ستونزه او خنډ رامنځته نه کړي.‌

خو نوموړي وویل،‌ هغه افغانان چې له څلورو لسیزو راهیسې په پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي، خپل هېواد ته د اجباري ستنېدو په پروسه کې به شامل شي.

فورم \ دبحث خونه