شاته

امریکا له اوکرین سره د ۱۵۰ میلیون ډالرو نوې پوځي مرسته اعلان کړه

د امریکا متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) له اوکراین سره ۱۵۰ میلیون ډالرو نوې پوځي مرسته اعلان کړه، چې توپخانې، د سپکو وسلو مهمات او ټانګ ضد وسائیل په کې شامل دي.

واشنګټن د کیف تر ټولو ستر مرسته کوونکی دی او په دغه هېواد باندې د روسیې د یرغل له پیل راهېسې یې له اوکراین سره د ۴۳.۹ میلیارد ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.

خو د جمهوریت غوښتونکو ګوند محافظه کاره غړي له اوکراین سره د مرستو په اړه مخالفت لري او دې کار په اینده کې له کیف سره مرستې له شک او تردید سره مخامخ کړي دي.

کانګرس لا بودیجه تصویب کړې نه ده او حکومت په هغو مرسته تکیه کوي چې له مخکې څخه له اوکراین سره یې ژمنې شوې دي.

د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي: «د بایډن اداره له کانګرس څخه غواړي چې د اضافي بودیجې په تصویب سره د اوکراین خلکو ته د ورکړل شویو ژمنو په اړه مثبت ځواب ووايي، چې ډاډ ترلاسه شي اوکراین په دوامداره شکل هغه څه ترلاسه کړي چې د روسیې په ظالمانه جنګ کې ورته ضرورت لري.»

په دغو مرستو کې دافع هوا میزایلونه، شب بین وسائیل، تخریبي مهمات او نور تجهیزات شامل دي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي له متحدو ایالتونو څخه د دغو مرستو له کبله مننه کړې ده. هغه د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي: «د ژمي په رسیدو سره د اوکراین د ښارونو او تاسیساتو د حفاظت لپاره د دافع هوا تقویه کول حیاتي دي.»

متحده ایالتونه له اوکراین سره د نړیوالو مرستو مشري کوي او تېرکال د روسیې له یرغل راهېسې یې د اوکراین په ملاتړ یو ایتلاف ایجاد کړی او د لسګونو هېوادونو مرستې یې تنظیمې کړې دي.

فورم \ دبحث خونه