شاته

د کندهار یو شمېر خلک: د یونیسف تړل شوي درسي ټولګي دې بیرته پیل شي

په کندهار کې د یونسیف په چوکاټ کې د محلي ټولګیو ښوونکي او زده کوونکي د یادو ټولګیو د بیا پیل غوښتنه کوي.

بلخوا په کندهار کې یوې سرچنې ازادي رادیو ته تایید کړې چې یونسیف ادارې طالب چارواکو ته خبرداری ورکړی ،که دغه ټولګیو ته د بیا پیل اجازه ور نه کړل شي نو بودیجه به یې نورو ولایتونو ته ولېږدوي .

د طالبانو د پوهني وزارت په تیره اپریل میاشت کې په کندهار او هلمند کې د دغه زرګونو محلي ټولیګو د تړل کیدو امر ورکړ .

له دې جملې یوازې په کندهار کې شاوخوا ۱۵۰۰ محلي ټولګی تړل شوي دي .

د نورو جزییاتو لپاره لاندې لېنک پرانیزئ او زموږ د همکار راپور واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00