شاته

هلمند مېشتي: ښځینه ډاکټرانې کمې او هغه هم اکثره غیرې مسلکي دي

د هلمند یو شمېر اوسیدونکي وايي، له یوې خوا په دغه ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو شمېر کم دی او بلې خوا اکثره دغه ډاکټرانې غیرې مسلکي دي.

دوي وايي، دا ښځینه ډاکټرانې څو چنده فیس ترې اخلي، خو د ناروغانو سمه درملنه نه شي کولای.

دا ډله خلک غوښتنه کوي چې روغتیایي چارواکي دې د یادو ډاکټرانو کتنځایونه وتړي او مسلکي ډاکټرانې دې ورته پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي د زده کړو اجازه ورکړل شوې.

په دې اړه زموږ د همکار راپور د دغه لېنک له کېکاږلو سره واروئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00