شاته

افغانستان په نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه هم وبایلله

د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې۱۹) په نوي ډهلي کې د افغانستان او هند ترمنځ لوبه د هند په بري پای ته ورسېده.

دا د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د افغانستان دویمه لوبه وه چې ویې بایلله او د هند دویمه وه چې ویې ګټله.

افغانستان د پچې له ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه او د سر درې لوبغاړي رحمان الله ګربز(۲۱ مندې)، ابراهیم ځدراڼ (۲۲ منډې) او رحمت شاه (۱۶ منډې) وسوځېدل.

خو کپتان حشمت الله شهیدي او عظمت الله عمرزي په ګډه تر ۱۰۰ ډېرې منډې وکړې او هند ته یې د ۲۷۳ منډو د هدف په ټاکلو کې مهم رول ولوبه.

کپتان حشمت الله شهیدي په ۸۰ منډو او عظمت الله عمرزی په ۶۲ منډو اوټ شول.

په نورو افغان لوبغاړو کې محمد نبي ۱۹، نجیب ځدراڼ دوه، راشد خان ۱۶، مجیب الرحمن لس او نوین الحق نهه منډې وکړې.

هند د خپل کپتان روهیت شرما د ۱۳۱ چټکو منډو په مرسته دا هدف په اسانۍ سره په ۳۵ اورونه کې پوره او لوبه یې وګټله. د لوبې غوره لوبغاړی د هند کپتان روهیت شرما شو.

د افغانستان په لوبډلې کې راشد خان یوازیني لوبغاړی و چې د هند دوه لوبغاړي یې اوټ کړل.

د افغانستان بله لوبه د یکشنبې په ورځ له انګلنډ سره ده.

فورم \ دبحث خونه