شاته

امریکا له اوکراین سره د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي مرستې اعلانوي

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت وايي چې له اوکراین سره به د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت نوې پوځي مرستې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ایالتونو د کانګرس غړو له اوکراین سره د امریکا د مرستو په اړه خنډونه جوړ کړي دي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن چې نن چهارشنبه اکتوبر ۱۱ (تلې۱۹) په بروکسل کې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره یو ځای ولاړ و، وویل چې دا مرستې به ژر اعلان کړي. په بروکسل کې له اوکراین سره د نړیوالو ملاتړو غونډه جوړه شوې ده.

لوید استن وویل چې په دغو مرستو کې به دافع هوا، توپخانې، راکټونه او د ټانګونو ضد تسلیحات شامل دي.

له هغه وروسته چې د امریکا کانګرس له اوکراین سره مرستې تصویب نکړې، دا لومړی ځل دی چې امریکا له دغه هېواد سره مرستې اعلانوي.

د دفاع وزیر بیا هم له اوکراین سره د خپل هېواد د مرستو په دوام ټېنګار وکړ: «تر کوم وخت پورې چې ضرورت وي، د اوکراین ترڅنګ به ولاړ یو.»

د امریکا حکومت دا صلاحیت لري چې د کانګرس له منظورۍ پرته د پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت د دفاع وزارت له زیرمو څخه تجهیزات اوکراین ته انتقال کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یو امریکايي مقام وویل چې له اوکراین سره د مرستو په اړه کومه اندېښنه نشته. لوید استن وویل چې واشنګټن له اوکراین سره د ۴۳.۹ میلیارد ډالرو مرستو ورکولو ته ژمن دی. نورو هېوادونو تر دې دمه له اوکراین سره د ۳۳ میلیارد ډالر مرسته کړې ده.

فورم \ دبحث خونه