شاته

د کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان او هند لوبه به څوک ګټي؟

د کرکټ په نړیوال جام کې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) افغانستان د هند سره د لوبې پچه ګټلې او د توپ وهلو پرېکړه یې کړې ده.

دا ۵۰ اوریزه لوبه د هند د ډهلي په ارون جیټلي لوبغالي کې تر سره کیږي.

افغانستان په دغه جام کې تر اوسه خپله یوازنۍ لوبه بنګله دېش ته بایللې ده. د افغانستان په لوبډله کې بدلون نه دی راغلی.

د افغانستان کپتان حشمت الله شهیدي وویل چې "دا زموږ دپاره چانس دی چې خپله وړتیا وښیو."

د افغانستان لوبډله: رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي (کپتان)، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، نوین الحق، فضل الحق فاروقي

د هند لوبډله: روهیت شرما (کپتان)، ایشان کیشان، ویرات کوهلي، شریاس اییر، کې ایل راهول، هاردیک پانډیا، رویندرا جدیجا، شاردول ټاکر، کلدیپ یادو، جسپریت بومرا، محمد سراج

فورم \ دبحث خونه