شاته

له حماس سره جګړه کې د اسرائیل د تلفاتو شمېر ۱۲۰۰ ته لوړ شوی - پوځ

د اسرائیل د دفاعي ځواکونو یو ویاند د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) وویل چې د اسرائیل او حماس په جګړه کې له ۱۲۰۰ څخه ډیر اسرائیلیان وژل شوي دي.

له دې وړاندې د ۱۰۰۰ تنو د مړینې راپور ورکړل شوی و.

د اسرائیل د پوځ ویاند جوناتن کونریکس په یو ویډیو پیغام کې وویل چې "د تلفاتو شمېر ۱۲۰۰ وژل شوي اسرائیلیان دي." دغه ویاند زیاته کړه چې د مړو "اکثریت" ملکي وګړي دي.

په عین وخت کې اسرائیل پر غزې تړانګې باندې هوايي بریدونو ته دوام ورکړی چې د غزې په ډیرو سیمو کې یې ودانۍ ویجاړې کړي دي. په غزه کې فلسطیني مقاماتو په دغه ګڼ میشتې سیمې کې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې د لږ تر لږه ۹۰۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د حماس د شنبې د ورځې د برید په ځواب کې، چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو له "هالوکاسټ وروسته پر یهودانو تر ټولو ستر برید" بللی، اسرائیل د غزې شاوخوا ته ځواکونه، ټانکونه او نور زغروال وسایط ځای پر ځای کړي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سه شنبې په ورځ یو ځل بیا پر اسرائیل د حماس بریدونه وغندل او ټینګار یې وکړ چې امریکا به له اسرائیل سره هیڅ ډول مرستې و نه سپموي. په محاصره شوې غزه کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنې په داسې حال کې ښودل شوي، چې اسرائیل سیمې ته د اوبو، برېښنا او نورو اړینو توکو انتقال بند کړی او په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ ودانۍ ویجاړې شوې دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په غزه کې لږ تر لږه ۲۶۰ زره وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي او اروپايي ټولنې له غزې څخه د ملکي خلکو په مصون ډول د وتلو د پاره د "بشردوستانه دهلیز" د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

داسې ښکاري چې اسرائیل پر غزې د احتمالي ځمکني برید لپاره چمتوالی نیسي، مګر په ګاونډیو لبنان او سوریې کې د اورپکو ډلو له خوا د راکټي بریدونو وروسته د څو اړخیزې جګړې له ګواښ سره مخامخ دی.

اسرائیل د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا د لبنان په جنوب کې د ایران د ملاتړ لرونکې ډلې حزب الله تر کنټرول لاندې سیمه کې پر ځینو اهدافو بریدونه وکړل.

ولسمشر بایډن چې د اسرائیل د ملاتړ دپاره یې ختیځې مدیترانې ته د الوتکو وړونکې سترې بیړۍ لیږلي، د اسرائیل دښمنانو ته خبرداری ورکړ. هغه وویل: "هر هغه هیواد، سازمان او څوک چې له دې وضعیت څخه د ګټې اخیستلو فکر کوي، زه یوه کلمه لرم: مه کوئ."

پراخه مرګ ژوبله

د شنبې په ورځ په سرائیل کې د حماس د سلګونو وسله والو په برید کې، عیني شاهدان وايي، ماشومان او د پاخه عمر ډیر کسان هم په یو مخیز ډول وژل شوي دي.

اسرائیلي ځواکونو له څو ورځو سختو جګړو وروسته د اسرائیل جنوبي سیمې بېرته نیولې چې ویل شوي، د سلګونو حماس وسله والو جسدونه پر سړکونو پراته پاتې دي.

د اسرائیل د پوځ ویاند جوناتن کونریکس وویل: "موږ په مختلفو سیمو کې د وژل شویو اسرائیلیانو جسدونه موندلي چې حماس پکې نفوذ کړی او هلته یې قتل عام ترسره کړی دی." د پوځ دغه ویاند همدارنګه د ۱۶۹ اسرائیلي عسکرو د وژل کیدو پخلی کړی دی.

په غزه کې له حماس سره د یرغمل شاوخوا ۱۵۰ کسانو په اړه، په سرائیلو کې اندېښنې زیاتې شوي دي. حماس خبرداری ورکړی چې پر غزه باندې د اسرائیل په ناببره هوايي بریدونو کې د هرې ودانۍ د نړېدو په بدل کې به یو یرغمل ووژني. حماس ادعا کړې چې د اسرائیل په بریدونو کې څلور یرغمل شوي کسان وژل شوي دي.

'په کنډوالو بدل شوی ښار'

د اسرائیل پوځ د جګړې دپاره ۳۰ زره احتیاطي عسکر وربللي دي او صدراعظم نتنیاهو خبرداری ورکړی چې "اوږده او ستونزمنه" جګړه په مخکې ده.

په غزه کې د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا سخته جګړه پیل شوې چې هوایې ځواکونو په سلګونو نور بریدونه کړي او د حماس په وینا، لږ تر لږه ۳۰ تنه پکې وژل شوي دي.

په غزه ښار کې د حماس پورې تړلي اسلامي پوهنتون باندې له بمبارۍ وروسته، د ښار سرکونه په خځلو، سوځېدلو موټرو او ماتو ښيښو پوښل شوي دي.

د غزې د حکومت د رسنیو دفتر کارکوونکي سلامه معروف وویل، چې د استوګنې ودانۍ، جوماتونه، فابریکې او دوکانونه هم په نښه شوي دي.

د اسرائیل په هوايي بریدونو کې د غزې د کډوالو د جبلیه کمپ ویجاړې شوې ودانۍ.
د اسرائیل په هوايي بریدونو کې د غزې د کډوالو د جبلیه کمپ ویجاړې شوې ودانۍ.

د غزې اوسیدونکي، مازن محمد وویل، چاودنو ټوله سیمه لړزوله او د هغه وېرېدلې کورنۍ شپه د کور په لومړي پوړ کې تېره کړه او سهار د ویجاړیو د جاج اخیستلو دپاره بهر راووتل.

دغه ۳۸ کلن فلسطیني فرانس پرس ته وویل: "موږ داسې احساس وکړ چې په کنډوالو بدل ښار کې یوازې ژوند کوو او یوازې موږ ژوندي پاتې یو."

د اسرائیلو پوځ ویلي، جنګي الوتکو یې د غزې په شمال بیت حانون سیمه کې د حماس د الوتکو ضد کشفي سیستم او د دې ډلې ۸۰ نور هدفونه ویجاړ کړي. په دغه هدفونو کې د "ترهګرۍ د تمویل" په تور تورن شوي دوه بانکونه هم شامل دي.

د غزې په الشفا روغتون کې ډاکټرانو ویلي چې د ناروغانو شمېر یې له اندازې زیات شوی او د اکسیجن په شمول اړین توکي او درمل یې په تمامېدو دي.

فورم \ دبحث خونه