شاته

د نېش ولسوالۍ زده کوونکي: د ښوونځیو ودانۍ او نور تعلیمي امکانات غواړو

د کندهار د نېش ولسوالۍ اوسیدونکي او زده کوونکي د ښوونځیو د ودانیو د جوړیدو او نورو امکاناتو غوښتنه کوي.

دوی وايي په ولسوالۍ کې يې ښوونځي او مدرسې فعالي دي، خو زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي او د کتابونو په شمول هېڅ ډول امکانات نه لري.

بلخوا: په کندهار کې د طالبانو د حکومت د کندهار د پوهني ریاست مسولین وايي د نېش په شمول د ټولو لیرې پرتو ولسوالیو لپاره د تعلیمي امکاناتو د برابرولو هڅه کوي.

په دې اړه زموږ د همکار راپور د دغه لېنک له کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:46 0:00