شاته

طالبانو غور کې ۱۸ تنه مسیحیت ته د تبلیغ په تور نیولي

طالبانو د غور په ولایت کې د مرستې رسونې د یوې غیردولتي ادارې د یو امریکايي کارکوونکې په ګډون ۱۸ تنه مسیحیت ته د تبلیغ په تور بندیان کړي دي.

په افغانستان کې د نړیوال مرستندویه ماموریت (IAM) په نوم یوې غیر دولتي ادارې د جمعې په ورځ سپټمبر۱۵ ( وږي ۲۴) وویل، چې طالبانو دوه ځلې په روانه میاشت کې د غور په ولایت کې ددغې ادارې په دفتر برید کړی او د ادارې کارکوونکي یې له ځان سره وړي دي.

د مرستې رسونې دغه اداره، چې مرکز یې په سویس کې دی، ویلي، چې یو بهرنی اوسیدونکی هم په نیول شویو کسانو کې شامل دی، خو دغې ادارې د نیول شوي بهرني هویت نه دی په ډاګه کړی.

د نړیوال مرستندویه ماموریت (IAM) ادارې په اعلامیه کې ویلي: "مونږ د هغو شرایطو په اړه، چې ددغو پیښو سبب شوي کومه اطلاع نلرو او هم مو د خپلو نیول شویو مامورینو د نیولو د دلیل په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي".

د نړیوال مرستندویه ماموریت ادارې کابل ته د نیول شویو کسانو د انتقال د یادونې پر مهال ویلي: "مونږ لپاره د خپلو همکارانو روغتیا او امنیت خورا زیات اهمیت لري او مونږ د هغوی د روغتیا او په چټک ډول د ازادولو په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې کوو".

په افغانستان کې سیمه ییزو رسنیو د غور په ولایت کې د طالبانو د سمیه ییزې ادارې د ویاند عبدالوحید حماس له خولې ویلې، چې د یوې امریکايي میرمنې په ګډون څو ښځې په نیول شویو کسانو کې شاملې دي.

د عبدالوحید حماس د وینا له مخې دا کسان په افغانستان کې د مسیحیت د تبلیغ او خپریدو په تور نیول شوي دي.

خو نړیوال مرستندویه ماموریت (IAM) په خپله انټرنیټي پاڼه لیکلي، چې دغه غیر دولتي اداره یوازې د خلکو د ژوند ښه کیدو، په سیمه ییزه کچه د روغتیايي ظرفیتونو د لوړیدو او د زده کړو په برخو کې کار کوي.

نړیوال مرستندویه ماموریت ویلي: "مونږ د افغانستان د خلکو او د نړیوال مسیحي داوطلبانو ترمنځ ګډ همکاران یو چې د ۱۹۶۶ میلادي کال راهیسې سره یوځای کار کوو".

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو او پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو په زده کړو بندیز لګولی او د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون یې په دولتي اوغیر دولتي موسسو کې هم ښځې او نجونې له کار کولو څخه منع کړي دي.

همداشان طالبانو ښځې پارکونو، ورزشي کلپونو،عمومي حمامونو او سینګار خونو ته له تللو څخه هم منع کړي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په روانه اونۍ کې خبریالانو ته وویل، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو مسله په بشپړ ډول د نړیوالې ټولنې یوه ترټولو لویه اندیښنه ده.

هغه وویل، چې دا مسله به په روانه میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د بحث وړ موضوعاتو کې ځای ولري.

فورم \ دبحث خونه