شاته

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د سخت نس ناستي ۱۵۸ زره پیښې ثبت شوي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د ساري ناروغیو د خپریدو په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال له پیل څخه د سپټمبر د میاشتې تر نهمې ورځې پورې دغه سازمان د افغانستان په ۳۳۳ ولسیوالیو کې په مجموعي توګه د نس ناستي ۱۵۷۷۷۸ سختې پیښې ثبت کړي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د تیرې اونۍ د راپور له مخې پر دغې ناروغۍ د پنځه کلنو ښکته عمر ۹۰۸۴۶ ماشومان او ۷۹۱۱۱ ښځې اخته شوي دي. ددې راپور له مخې تیره اونۍ ددغې ناروغۍ له امله شپږ ناروغان مړه شوي هم دي.

د ډاکټرانو د وینا له مخې سخت نس ناستی کیدای شي په چټک ډول د بدن د اوبو کچه راټیټه کړي او خوارځواکۍ او حتی د ماشومانو د مړینې سبب وګرځي.

د ماشومانو د ناروغیو یو متخصص ډاکټر جمیل امریکا غږ ته وویل، چې هرکله د دریو ځلو لپاره د ناروغانو نس ناستی د خیټې د درد او استفراغ سره مل وي باید ناروغ روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.

په عین وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د شري په ناروغۍ د ۲۰۷۳۵ ماشومانو د اخته کیدو خبر ورکړی دی.

دغه سازمان ویلي، چې په دغې ناروغۍ د اخته شویو ماشومانو ۷۰.۴ یې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر لرونکي دي او ۴۷.۲ فیصده نور ښځینه ناروغانې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې یوازې تیره اونۍ یې د شري ۳۲۲ نوې پیښې ثبت کړي دي، چې له هغې وړاندې د بلې اونۍ پرتله د شري په ناروغۍ کې ۱۱.۵ فیصده کموالی ښيي.

د روغتیا د نړیوالې سازمان د شمیرنو له مخې د تیرو کلنو پرتله په روان ۲۰۲۳ کال کې د شري ناروغۍ پیښې ډیرې زیاتې شوي دي.

دغه سازمان په ۲۰۲۲ کال کې په ټول افغانستان کې له ۱۸ زرو څخه زیاتې د شري د ناروغۍ پیښې ثبت کړې وې، چې له امله یې شاوخوا ۳۰۰ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی و.

د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي، چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلنو سره د شري د ناروغۍ د پیښو پرتله کول ښيي، چې د دغې ناروغۍ د کنټرولولو پر وړاندې د هڅو سره سره لا هم افغانستان کې د شري ناروي په لوړه کچه کې لیدل کیږي.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې تراوسه په افغانستان کې شاوخوا اته میلیونو ماشومانو ته د شري د ناروغۍ واکسین تطبیق شوی دی.

فورم \ دبحث خونه