شاته

افغانستان څخه اسیایي لوبو ته تلونکو ۱۳۰ لوبغاړو کې ښځې نشته

ټاکل شوې ده چې د افغانستان څخه شاوخوا ۱۳۰ ټول نارینه لوبغاړي په اسیايي لوبو کې ګډون وکړي چې د سپتمبر په ۲۳مه د چین په هانګژو ښار کې پیلیږي.

د افغانستان د ورزش او بدني روزني ریاست ویاند اتل مشواڼی وویل چې افغان ورزشکاران په بیلا بیلو ورزشي برخو کې پوره تیاری لري او زیاته یې کړه چې په دې سیالیو کې د ښځينه افغان لوبغاړو د ګډون دپاره په داخل کې حللاره نه ده موندل شوې.

مشواڼي وویل: "فعلا په دې اړه څه ویل له وخت نه مخکې دي، ځکه په داخل کې دې مسئلې ته حللاره نه ده پیدا شوې. هرکله چې په داخل کې حللاره ورته پیدا شوه بیا موږ ویلای سو چې دوی به ګډون وکړي که نه."

خو د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون مشر فضلي احمد فضلي وايي، افغانه بایسکل ځغلوونکې یلدوز هاشمي چې له افغانستان څخه بهر اوسیږي، به په دې لوبو کې د افغانستان په استازیتوب برخه ولري.

فضلي وویل: "موږ خوشبختانه یلدوز هاشمي خپله استازې ټاکلې ده او د راتلونکو څلورو کلونو لپاره به دا زموږ نمایندګي کوي. پر شل تاریخ موږ خپل سفر پیلوو، دوې هفتې به هلته یو تر څو تمرینات وکړو او د آب و هوا سره بلد شو."

یلدوز هاشمي راروانو المپیک لوبو ته چمتوالی ښودلی او ویلي یې دي چې غواړي په راتلونکو څلورو کلونو کې د خپلې استازولۍ له لارې د آسیا په کچه د افغان ورزشکارانو اواز واوسي.

خو بل لور ته د ورزشي برخې شنونکي وايي چې پر نړیوالو ډګرونو د لوبو کولو موخه یوازې د مډالونو ګټل نه، بلکې د ملتونو فرهنګ او رسوم نندارې ته وړاندې کیږي. د دوئ په خبره چې د ښځینه لوبغاړو ګډون همدومره اړین دی لکه د نارینه لوبغاړو.

د ورزشي برخې شنونکی منور شاه شهزاد وايي، افغانستان به هغه وخت ښه استازولي ولري چې افغانې ورزشکارانې هم په سیالیو کې برخه ولري.

د طالبانو تر حاکمیت لاندې په افغانستان کې د میرمنو د زده کړو او کار د مخنیوي تر څنګ، افغانو مېرمنو ته د لوبو او ورزش اجازه هم نشته. همدا لامل دی چې زیاتره ښځینه ورزشکارانو وطن پرې ایښي او ځینې یې د وطن د پرېښېدو په تکل کې دي.

فورم \ دبحث خونه