شاته

د سوالګرو له نوي ډوله خبر يې!

د ګوړې اچار خپرونه لومړی له سوالګره پیلوو چې وايي، هه دغه کارت مې درسره واخلئ، د موبایل نمبر او ایمیل ادرس مې په‎کې شته!

بله برخه یې د کشرانو د شورا د خلکو د شکایتونو د کمېسیون مشر د دغه کمېسیون د یوې اوونۍ کاري رپوټ د تالار څوکیو او دیوالونو ته وړاندې کوي!

ورپسې مو د سوالګرو او ګدایانو له نوي ډوله خبروو، هغوی چې د ګدايي په وخت خلکو ته خپل د هویت کارتونه هم ورکوي!

بیا مو د هغه ځوان له حاله خبروو چې له برطرفۍ وروسته ېې پلار کار ورته جوړوي او په پای کې د صادق سپین‎غر څو هایکوګانې هم دراوروو.

جوړوونکی: ننګیار نااشنا