شاته

ایران او طالبان په اعدام د محکومو شویو افغان بندیانو په برخلیک غږیږي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي ټاکل شوې، چې له تهران څخه یو قضايي پلاوی په ایران کې په اعدام د محکوم شویو افغانانو د قضیو په اړه د خبرو لپاره په نږدې راتلوونکي کې کابل ته سفر وکړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د یکشنبې په ورځ سپټمبر درییم (وږي ۱۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي او په کابل کې د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي په دې مسله خبرې کړي دي.

ښاغلي تکل لیکلي: "ښاغلي قمي د اسلامي امارت (طالبانو حکومت) د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته په دې وروستیو کې د کرهڼې او اوبولګولو، صنعت او سوداګرۍ او د اوسپنې د پټلۍ د پلاو د وروستیو سفرونو... هغه په قضايي چارو کې د همکارۍ او په اعدام د محکومو شویو افغانانو په دوسیو د غور لپاره په نږدې ورځو کې د ایران قضایه قوي د یو پلاوي د سفر په اړه هم خبر ورکړ."

کابل کې د ایران سفارت تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. حسن کاظمي قمي د شنبې په ورځ د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره هم کتلي و.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې په دې کتنه کې چې د طالبانو د حکومت د اقتصاد او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو سرپرستانو هم برخه لرله پر سیاسي او اقتصادي مسایلو او همدارنګه مختلفو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

اعلامیه وايي چې په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي ددغې غونډې برخه والو ته ویلي، چې ایران د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان ښه ګاونډی پاتې شوی او د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره یې هر وخت هڅې کړې دي.

د پخواني جمهوري رژیم پر مهال هم په ایران کې په اعدام د محکومو شویو افغانانو د برخیلک په اړه د افغانستان او ایران ترمنځ خبرې شوې وې خو تراوسه ایران هیڅ داسې یو افغان بندي افغانستان ته نه دی سپارلی، چې په ایران کې د اعدام په سزا محکوم وي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ویلي چې په ایران کې د اعدام د سزا سره د مخ افغان بندیانو شمیر ۲۰۰ تنه دی.

ضیا احمد تکل ویلي و، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د یو تفاهم له مخې ایران په دې موافقه کړې، چې په دغه شمیر افغانانو باندې به د اعدام سزا نه پلې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قنسولي چارو عمومي مدیر علي رضا محمودي تیره اونۍ د ایران د ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې اوس مهال د ایران په زندانونو کې د نورو هیوادونو پرتله زیات شمیر افغانان بندیان دي، چې شمیر یې نږدې شپږ زرو ته رسیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي په زندان کې د افغان کډوالو د اچولو او پر هغوی باندې د لګیدلو تورونو په اړه څه نه دي ویلي، خو دمخه ځینو نورو ایراني چارواکو ویلي وو، چې اکثره افغانان په ایران کې د اوسیدانې د قانوني اسنادو د نلرلو تر څنګ د نشه يي توکو د قاچاق او ځینو نورو جنايي جرمنو له امله په زندانونو کې اچول شوي دي.

خو د ایران د بشري حقونویوې ډلې په دغه هیواد کې د محکمو له خوا د اعدام په سزا د محکومو شویو افغانانو شمیر زیات ښودلی دی او ویلي دي، چې د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته په ایران کې د افغانانو د اعدامولو شمیر کې د پام وړ زیات والی راغلی دی.

د بندیانو انتقال

د ۱۹۹۹ کال د قوس په میاشت کې د پخواني جمهوري رژیم د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي ویلي و، چې په ایران کې ۲۰ زره افغان کډوال بندیان دي، چې دوی ددغو بندیانو سپارلو ته چمتو دي.

کابل کې د ایران پخواني سفیر هم هغه مهال ویلي و، چې د شلو زرو افغان بندیانو څخه د ۶۰۰ دوسیې بشپړې شوي او د افغانستان حکومت ته د سپارلو لپاره چمتو شوي دي.

د افغانستان پخواني رژیم پر مهال د ایران سره د بندیانو د تبادلې تفاهم لیک لاسلیک کړی و، چې له مخې په سلګونو بندیان د ایران له زندانونو څخه افغانستان ته انتقال شوي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د مارچ شپږم (حوت ۱۵) ویلي و، چې د ایران حکومت ۲۶۸ افغان بندیان د اسلام قلعه د بندر له لارې افغانستان ته انتقال کړي دي.

د طالبانو د حکومت د زندانونو د چارو د سمون ادارې سرپرست رئیس مولوي محمد یوسف مستري د اګست ۱۲ ( زمري ۲۱) کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل، چې د ایران څخه له زرو زیات افغان بندیان افغانستان انتقال شوي، چې ځینې یې د وطن ته د ستنیدلو وروسته خوشې شوي هم دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ د شمیرونو له مخې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو دمخه په ایران کې ۳.۴ میلیونو افغانانو ژوند کوه، چې شاوخوا یو میلیون یې د اوسیدانې قانوني اسناد لرل.

خو ملګري ملتونه د ۲۰۲۱ کال د اګست د سیاسي بدلون وروسته په سلګونو زره نور افغان کډوال ایران او پاکستان ته کډه شوي دي. ایراني چارواکو په دغه هیواد د میشتو افغانانو شمیر شاوخوا پنځه میلیونه ښودلی دی.

فورم \ دبحث خونه