شاته

د کانکور د پایلو اعلان؛ ۴۴ زره تنه لوړو زده کړو ته کامیاب شوي، یوه نجلۍ هم په کې نشته

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۲ لمریز کال د کانکور د ازموینې پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې د دولسم ټولګیو څخه ۴۴ زره او ۳۳۶ فارغانو دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته بریالي شوي خو یوه نجلۍ هم په کې نشته.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو د وزارت د پریکړې له مخې د کانکور ازموینې ملي ادارې سږکال د کانکور په ازموینو کې نجونو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني د دوشنبې په ورځ سپټمبر څلورم( وږي ۱۳) یو خبري کنفرانس ته وویل، چې د کانکور په ازموینه کې د ځوانانو د لا زیات ګډون لپاره یې د زمینې د چمتو کولو هڅه کړې ترڅو ځوانان خپلو زده کړو په برخه کې هدف ته ورسیږي.

هغه وویل، چې د ازموینو ملي اداره سږکال د کانکور په ازموینه کې د کومو ستونزو سره نه ده مخ شوې او د تیرکال پرتله د کانکور د ازموینې د ګډون کوونکو شمیر هم زیات وو.

ښاغلي حقاني وویل: " تیر کال زمونږ د کانکورازموینه کې ۴۶ زره او ۸۳۹ زده کوونکو ګډون کړی و او سږکال په کې ۸۴ زره او ۲۳۴ زده کوونکو ګډون کړی و، چې نږدې۲۰زره تنه زیات دي. تیر کال امارتي(دولتي) تحصیلي موسسو ته ۴۰ زره او ۸۳۹ تنه بریالي شوي و، سږکال ۴۴ زره او ۳۳۶ تنه بریالي شوي دي".

ښاغلي حقاني وویل، چې تیرکال دوه زره او ۴۲۳ تنه متوسطو عالي موسسو کې جذب شوي و چې سږکال دا شمیر دوه زره او ۷۵۵ تنو ته لوړ شوی دی.

د کانکور د ازموینې د ملي ادارې د چارواکو د معلوماتو له مخې ددغه شمیر سربیره سږکال ۳۱ زره او ۴۲۰ کسان خصوصي پوهنتونونو ته جذب شوي دي. تیرکال خصصوي پوهنتونونو ته ۱۸ زره او ۶۱۹ تنه جذب شوي وو.

هغه وویل: " تیرکال د ټولو کامیاب شویو کسانو شمیر ۶۱ زره او ۸۷۱ تنه و اوسږکال بیا د کانکور د کامیابانو شمیر ۷۸ زره او ۵۱۱ تنو ته رسیدلی دی".

سږکال د کونکور د ازموینې ترټولو زیاتې نمرې د فراه ولایت اوسیدونکي محمود د عبدالجمیل زوی اخیستي دي. محمود د ۳۵۹.۱۶ نمرو په اخیستلو لومړی مقام ګټلی دی. همداشان د کابل ولایت څخه عباس د محمد غني زوی د ۳۵۷.۴۷ نمرو په اخیستلو سره دوهم او عبدالباعث د محمد نذیر زوی د ولایت ولایت اوسیدونکي د ۳۵۵.۷۹ د نمرو په اخیستلو سره درییم مقام ګټلی دی.

دغو دریو د لوړو نمرو ګټوونکو د کابل پوهنتون مختلفو پوهنځیو ته لاره موندلې ده. د کانکور د ازموینې د ملي ادارې سرپرست وویل، چې دغې ادارې د څلور زرو او ۵۱۳ دیني عالمانو څخه هم د هغوی د علمي سویې د تثبیت لپاره ازموینه اخیستې ده، چې په ترڅ کې یې څلور زره او ۱۱۹ تنه ديني عالمان بریالي شوي دي.

د دیني عالمانو د ازموینې د پایلو له مخې محمد طه د میدان وردک ولایت اوسیدونکي د سویې د تثبیت په ازموینه کې لومړی مقام ګټلی دي.

دا افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دا دوویم ځل دی، چې د کانکور ازموینې پایلې چې ښځو او نجونوپه کې ګډون نه و کړی اعلانیږي.

طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز ولګوه .

ددې پریکړې وړاندې واک ته په ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې د طالبانو د بیا رسیدلووروسته دغې ډلې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې اصلآ د نجونو ښوونځي پراننیستل او د هغې نیټې راهیسې د نجونو ښوونځي همداسې تړلي دي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه اګست ۲۱ ( زمري ۳۰) په یو خبري کنفرانس کې، چې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو د پروګرام په لړ کې د خپل وزارت د تیر یو کال د پرمختګونو په اړه ترتیب شوی و خبریالانو ته وویل، چې لا هم په یوه کړنلاره کار کوي، چې د ترتیبولو وروسته به یې له مخې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې ښځو او نجونو ته د زده کړو لپاره لاره هواره شي.

فورم \ دبحث خونه