شاته

فرانسه هغه پنځه افغانې ښځې پاریس ته انتقالوي چې 'طالبانو ګواښلې' 

د فرانسې د کډوالو اداره وايي‌ چې د ولسمشر امانویل مکرون په لارښوونې هغه پنځه افغانې ښځې دغه هېواد ته انتقالوي چې طالبانو ګواښلې وې.

د فرانسې د کډوالو د ادارې مشرې دیدیه لشي وویل چې دا ښځې به د چهارشنبې په ورځ فرانسې ته ورسېږي.

هغې وویل: «د ولسمشر د دستور په اساس دغو ښځو ته پام زیات اوښتی دی، ځکه چې دوی په افغانې ټولنې کې مهم دریځ درلوده... یا له لویدیځوالو سره یې نژدې روابط درلودل او طالبانو ګواښلې دي.»

ویل کېږي چې په دغو ښځو کې د یو پوهنتون یوه پخوانۍ مشره، د یو نادولتي‌سازمان مشاوره، د یو تلویزون ویانده او یوه ښوونکې شامل دي. یوه یې درې ماشومان هم لري. د دوی نومونه نه دي ښودل شوي.

دا ښځې د تخلیې په پروګرام کې له کابل څخه نه وې وتلې او بیا یې پاکستان ته پناه یوړه چې د فرانسې حکومت یې له هغه څخه د اېستلو بهیر پیل کړ.

لشي وویل چې دا ښځې فرانسې ته له رسېدو ورسته به د پناه غوښتونکو په توګه ثبتېږي او د اسنادو د ارزولو په مهال به ورته د اوسېدو ځایونه هم ورکړل شي.

د فرانسې د کډوالو د ادارې مشرې وویل ممکن نورې افغانې ښځې هم، چې په دا ډول وضعیت کې دي، فرانسې ته انتقال کړل شي.

د «تیردازیل» په نوم د یو بل غیر دولتي سازمان مشر دلفین غویو ویلي‌ دي چې دغو افغان ښځو ته د ویزو اخیستل اسان نه و او «سخته مبارزه» یې ورته کړې ده.

دغه سازمان دې ښځو ته یو ځای ترتیب کړی او هغوی به لومړۍ په همدې ځای کې اوسېږي. غویو وویل چې سلګونه افغانې ښځې په پاکستان کې پټې دي.

په ۲۰۲۱ کال کې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ژمنه کړې وه چې هېواد به یې د افغانانو تر څنګ ولاړ وي. فرانسوي چارواکي وايي چې تر دې دمه یې له افغانستان څخه شاوخوا ۱۶۰۰۰ کسان اېستلي دي.

فورم \ دبحث خونه