شاته

د پاکستان د پوځ یوه الوتکه غورځېدلې او درې سرتېري په کې وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي ‌چې نن دوشنبه سپتمبر څلورمه (وږي۱۳) د دغه هېواد د سمندري ځواکونو یوه الوتکه د بلوچستان په ایالت کې غورځېدلې ده او د سمندري ځواکونو دوه افسران او یو سرتېری په کې وژل شوي‌ دي.

د پوځ ویاند وايي چې دا څرخي الوتکه ګوادر ته نژدې غورځېدلې ده. د پاکستان حکومت له لسیزو راهېسې په دغې سیمې کې له بیلتون غوښتونکو سره په جګړه کې دی.

د لومړنیو راپورونو په اساس د «سمندر پادشاه» په نوم د دغه هلیکوپتر ماشین له پرواز څخه لږ وروسته اور واخیست، په ځمکه ولګېده او شاتنۍ برخه یې ویجاړه شوه.

د پاکستان بحري ځواکونه وايي ممکن د هلیکوپتر د غورځېدو علت تخنیکي ستونزه وي. وايي په اړه یې پلټنې پیل کړي‌دي.

په بلوچستان کې د پاکستان ډېر پوځ مېشت دی او دغلته چین لویې اقتصادي پروژې تمویلوي.

تېرکال د سپتمبر په میاشت کې د دغه ایالت د خوست په ښارګوټي کې د پاکستان د پوځ یوه بله څرخي الوتکه هم غورځېدلې وه چې شاوخوا شپږ سرتېري په کې وژل شوي وو.

تر دې پېښې مخکې په یوې بلې ورته پېښې کې د پاکستان شپږ نور سرتري،‌ چې یو یې لوی قومندان، هم وژل شوي ‌وو.

فورم \ دبحث خونه