شاته

رستم عمروف د اولیکسي رزینکوف پر ځای د اوکراین د دفاع وزیر ونومول شو

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي یکشنبه سپټمبر ۳ (وږي۱۲) اعلان کړ چې د دفاع اوسنی وزیر اولیکسي رزینکوف یې له دندې لیرې کړی او پر ځای یې رستم عمروف دې وزارت ته نومولی دی.

ښاغلی رزینکوف په اوکراین د روسیې د یرغل څخه درې میاشتې وړاندې د دفاع وزیر ټاکل شوی و.

د اوکراین جمهور رئیس په ویډیویي پیغام کې دا ندي ویلي چې د دفاع وزیر یې ولې بدل کړی خو دومره یې ویلي چې د دفاع وزارت "نوي روش " ته اړتیا لري.

ښاغلي زیلینسکي ویلي چې پخوانی د دفاع وزیر اولیکسي رزینکوف د روسیې د یرغل راپدیخوا څه باندې ۵۵۰ ورځې د جګړې مشرې وکړله او په وینا یې چې اوس دا وزارت د ټولنې او نورو کړنو کې تازه روش ته اړتیا لري.

د اوکراین جمهور رئیس ویلي، "رستم عمروف باید د دفاع وزارت مشري وکړي. د پارلمان نه تمه لرم چې د دې کاندید ملاتړ وکړي".

رستم عمروف د کرایمیا د تاتار قبیلې غړی دی او د تیر کال راپدیخوا په اوکراین کې د دولتي جایداد د وجهي صندوق مشر و.

رزینکوف چې ۵۷ کاله عمر لري او په مسلکي لحاظ مدافع وکیل دی، په نظامي چارو کې ډیر لږه تجربه لري خو د روسیې د یرغل راپدیخوا یې په جګړې کې مهم نقش درلود.

هغه د اوکراین ځواکونو ته د عصري وسلو تر لاسه کولو لپاره د متحدینو سره د خبرو مشري په غاړه درلوده او د روسیې په خلاف جګړې کې یې ښه نوم هم ګټلی و.

د اوکراین جمهور رئیس پداسې مهال د هیواد د دفاع وزیر بدلوي چې کیف د روسیې څخه د ځینو سیمو د بیرته نیولو لپاره د ځوابي برید کولو عملیات پیل کړي او د اروپایي اتحادیې په غوښتنې یې د فساد او رشوت خورۍ پر ضد عمومي هلې ځلې پیل کړي.

تر اوسه د اوکراین د دفاع په وزارت کې د دې بدلون دلیل ندی روښانه شوی خو داسې مهال کیږي چې د متحده ایالاتو په ګډون اروپایي هیوادونو د کیف سره د ایف-۱۶ جنګي جیټ الوتکو په ګډون د عصري وسلو مرستو ژمنه کړې.

د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبروري میاشتې ۲۴ مې نیټې راپدیخوا چې روسیې پخپل ګاونډي اوکراین یرغل وکړ، متحده ایالاتو د کیف سره د څه باندې ۶۰ میلیارده ډالرو مرستو ژمنه کړې چې د ۴۳ میلیاردو څخه ډیرې دا مرستې یې نظامي دي.

متحده ایالاتو د تیرې اګست میاشتې په ۲۹ مې د کیف سره د ۲۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نویو نظامي مرستو اعلان وکړ چې د ماینونو پاکولو او خنډونو لیرې کولو وسایل هم پکې شامل دي.

د کیف ځواکونه چې د سږکال د اوړي په سر کې د روسي ځواکونو په خلاف د تعرضي برید کولو عملیات پیل کړي او غواړي د دې هیواد سیمې بیرته دهغوي څخه ونیسي، په ځمکه کې د ښخ شویو ماینونو پاکولو، خندقونو څخه تیریدو او د ټانکونو لپاره د خنډونو لیرې کولو په برخې کې د ستونزو سره مخ دي.


پنټاګان په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې نویو نظامي مرستو سره به د اوکراین سره مرسته وشي چې د جګړې په ډګر کې او د ولس ساتنې لپاره د روسیې پر ضد تعرضي عملیاتو کې برلاسي ولري.

فورم \ دبحث خونه