باران د امریکا یوې دښتې کې دودیزه میله په جبه زار بدله کړله
د متحده ایالاتو د نیواډا په ایالت کې زرګونه خلک چې په یوې دودیزې میلې کې یې برخه اخیستې وه، وروسته تر هغه په خټو کې ګیر شول چې د باران وریدو له کبله دښته په جبه زار بدله شوه.
پولیسو یکشنبه سپټمبر ۳ (وږي۱۲) ویلي چې په میلې کې یو تن مړ شوی هم دی او هغوي پدې هکله پلټنې کوي.
یو شمیر ویډیوګانې چې د سیمې څخه خلکو ثبت کړي او په مطبوعاتو کې خپرې شوې، پکې ښودل کیږي چې خلک په خټکو بند پاتې دي.
ګڼ شمیر موټر هم نښتي او خلکو د ګرځیدو راګرځیدو لپاره پلاستیکي کڅوړې په پښو کړیدي.
پدې میلې کې چې تقریباً ۷۰ زرو کسانو پکې برخه اخیستې وه، ټول مراسم لغوه شوي ځکه چې باران ټولې هغه سیمې د اوبو لاندې کړي چې د مراسمو لپاره ترتیب شوي و.
باران د جمعې په ورځ پیل شو خو شنبه او یکشنبه هم ورښت روان و او د میلې تنظیمونکو د خلکو څخه وغوښتل چې د ښار یوې بلې برخې کې پنا واخلي.
یو شمیر عیني شاهدانو ویلي چې د میلې په ځینو ځایونو کې خټه تقریباً پنځه انچه ژوره وه چې نه پکې پیاده څوک ګرځیدلی شوی او نه موټرو پکې تګ راتګ کولی شو.
د میلې تنظیمونکو ویلي چې یوازې هغه موټر کولی شي د سیمې څخه ووځي چې کمک لري او د نورو خلکو څخه یې غوښتي چې د نږدې سړک پورې پیاده ولاړ شي او د هغه ځای څخه به په بسونو کې خوندي ځایونو ته ولیږدول شي.
د سپینې ماڼۍ یو چارواکي ویلي چې د پیښې په هکله جمهور رئیس جو بایډن ته معلومات ورکړل شوي.
دې چارواکي همدارنګه د میلې د ګډون کوونکو څخه غوښتي چې د ایالت او سیمې چارواکو په خبرو دې عمل وکړي.
د Burning Man په نامه دا میله د لومړي ځل لپاره د کلفورنیا ایالت د سان فرانسیسکو په ښار کې جوړه شوه. دې میلې ته د ورتګ لپاره یو ټکټ په سلګونه ډالرو پلورل کیږي.
فورم \ دبحث خونه