شاته

د ژور خپګان او اضطراب په درملنې کې د 'جادويي‌ مرخېړي' استعمال 

د امریکا د طبي ټولنې ژورنال د ژور خپګان او خواشینۍ د درملنې لپاره د سایلوسایبین لرونکو مرخېړیو د ګټو په اړه د یوې څېړنې تازه پایلې خپرې کړې.

د سایلوسایبین مواد په ځینو خاصو مرخېړیو کې موندل کېږي، چې د انسان رواني وضعیت کې تغیرات راولي، چې د دید او اورېدو کې د توهماتو زېږېدو لامل کېږي. له همدې کبله دا ډول مرخېړي‌ ته «جادويي مرخېړی» هم ویل کېږي.

د نویو طبي پایلو په اساس، د سایلوسایبین استعمال د ژور خپګان، اضطراب او غمګینۍ په درملنې کې مرسته کولای شي.

څېړونکو ویلي دي‌، چې په دې وروستیو کې د دغو رواني ستونزو په درمان کې د سایلوسایبین د کارولو لیوالتیا زیاته شوې ده. په متحدو ایالتونو کې ځينې ډاکټران د رواني ناروغیو د درملنې لپاره د سایلوسایبین د استعمال سپارښتنه کوي.

د سایلوسایبین د اغیزو معلومولو په اړه، څېړونکو په متحدو ایالتونو کې په ۱۱ روغتیايي مرکزونو کې په رواني ناروغیو اخته کسان تر درملنې لاندې ونیول.

د دغو ناروغانو عمرونه د ۲۱ کلونو او ۶۵ کلونو ترمنځ وو. محقیقنو ځینو دغو ناروغانو ته د سایلوسایبین د استعمال وړاندیز وکړ.

محقیقنو وموندل، چې د دغې مادې له استعمال څو ورځې وروسته، د ځینو رواني ناروغیو په وضعیت کې پام وړ تغیر ولیدل شو.

څېړونکي وايي چې د سایلوسایبین کارول د ژور خپګان د کچې په کمولو کې مرسته کوي او کوم جانبي خطر هم نلري. خو محقیقین ټېنګار کوي، چې دا ماده باید د ډاکټرانو په مشورې او لارښوونې استعمال شي.

تر دې مخکې د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې متخصصینو له یو لنډ تحقیق وروسته ویلي وو چې د سایلوسایبین کارول د انورکسیا (عصبي بې اشتهايي) په درملنې کې ښه تمامېدای شي.

د یوې بلې څېړنې پایلې ښيي‌ چې د سایلوسایبین کارول د سګرت د اعتیاد په کمولو کې هم مرسته کولای شي.

فورم \ دبحث خونه