شاته

بنګله دېش د اسیا کپ کرکټ په سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه 

افغانستان د اسیا کپ کرکټ په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د یکشنبې په ورځ سپتمبر درېیمه (وږي۱۲) په بنګله دېش باندې د ۸۹ منډو په توپیر وبایلله.

د بنګله دېش لوبډلې د پاکستان د لاهور په ښار کې د پچې له ګټلو وروسته لومړی د منډو کولو پرېکړه وکړه. بنګله دېش په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته د ۳۳۵ منډو هدف وټاکه چې د افغانستان ټوله لوبډله په ۲۴۴ منډو وسوځېدله او لوبه یې وبایلله.

د بنګله دېش په لوبغاړو کې مهدي حسن او شانټو هر یو تر ۱۰۰-۱۰۰ زیاتې منډې وکړې.

په افغان لوبغاړو کې ابراهیم ځدراڼ او حشمت الله شهیدي تر ۵۰-۵۰ منډو زیاتې وکړې او نورو لوبغاړو کومه خاصه کارنامه ونکړه.

د افغانستان کپتان حشمت الله شهیدي له لوبې وروسته وویل چې دا هدف پوره کېدای شوه، خو په خبره یې افغان توپ وهونکي ژر ژر اوټ شول.

دا لومړی ځل و چې بنګله دېش افغانستان ته دومره لوی هدف ټاکي.

د اسیا کپ سیالۍ څو ورځې مخکې پیل شوې چې پاکستان او سري لانکا یې کوربانه دي.

د افغانستان دویمه لوبه د سه شنبې په ورځ په همدغه میدان کې له سري لانکا سره ده. سري لانکا خپله لومړۍ لوبه له بنګله دېش څخه ګټلې ده.

په دغو سیالیو کې پاکستان، هند او نیپال هم لوبېږي.

افغانستان تر دې مخکې پر سري لانکا کې له پاکستان سره درې یوه ورځنۍ لوبې وکړې او درې واړه یې وبایللې.

فورم \ دبحث خونه