شاته

هند کې سختو بارانونو او سیلاب شاوخوا ۵۰ کسان مړه کړي

په هند کې د سختو بارانونو په پایله کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله نږدې ۵۰ کسان مړه شوي دي.

د هند په شمالي ایالتونو اتراکنډ او هماچل پردیش کې چارواکو د دوشنبې په ورځ اګست ۱۴ (زمري ۲۳) وویل د څو ورځو سختو بارانونو په دغو ایالاتونو کې زیات شمېر ودانۍ او پلونه ویجاړ کړی او د سیلاب اوبو ډیر شمیر موټرونه وړي دي.

په هند کې د موسمي بارانونو پرمهال، سیلابونه او ځمکې ښویدنې د پراخې تباهي لامل کیږي، خو کارپوهان وايي په دې وروستیو کې د اقلیم بدلون د طبیعي افاتو شمېر ‎او شدت زیات کړی دی.

د هماچل پردیش ترټولو ډیر اغیزمن شوي ایالت اعلی وزیر سوویندر سینګ سوکو وویل چې لږ تر لږه ۱۶ تنو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی. په قربانیانو کې هغه نهه کسان هم شامل دي چې د دغه ایالت په مرکز شیملا کې د هندوانو د یو معبد د نړیدو له امله مړه شوي دي.

اعلی وزیر سوکو په یو بیان کې وویل: "سیمه ایزه اداره د [ړنګو شویو ودانیو ] د خځلو په پاکولو لګیا دي ترڅو ورلاندې ممکنه ژوندي پاتې کسان وژغورل شوي."

د ځپل شویو سیمو خپاره شوي عکسونه ښيي چې د ډیرو ودانیو چتونه اوبو وړي او له خټو څخه مړي ایستل کیږي.

سیلابونو په سیمه کې ډیرو سرکونو، د ریل ګاډي پټلۍ، د بریښنا مزو او مخابراتي شبکې ته زیان رسولی او چارواکو اندېښنه ښودلې چې په زرګونو خلک بند پاتې دي.

موسمي بارانونه که له یوې خوا په هند او د سویلي اسیا په نورو هېوادونو کې د اوبو مهمه سرچینه او د سیمې د کرهڼې دپاره مهم بلل کیږي، د بلې خوا دا بارانونه هر کال د خونړیو سیلابونو او ځمکې ښویدنې لامل هم کیږي.

تیره میاشت هم، موسمي په پرله پسې بارانونو کې لږ تر لږه ۹۰ کسان مړه شول.

فورم \ دبحث خونه