شاته

ایران د شاه چراغ پر زیارت د برید په تړاو اته بهرني اتباع نیولي

د ایران امنیتي ځواکونو د شاه چراغ پر زیارت د وروستي برید او په دې پېښه کې د یو کس د وژل کېدو په شک، اته بهرني اتباع نیولي دي.

د ایران دولتي آژانس (ایرنا) د دوشنبې په ورځ د اګست ۱۴مه (زمري۲۳مه) ددې خبر پخلی کړی،‌ خو د دغو بهرنیو اتباعو د هویت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي. بلخوا د ایران د قضایه قوې خپرندویه ادارې (میزان خبري آژانس) ویلي، برید کوونکی چې دا مهال د پولیسو په توقیف کې دی، رحمت الله نوروزوف نومیږي او د تاجیکستان تبعه دی.

د ایرنا د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ په شیراز کې د شاه چراغ په زیارت کې د ډزو له امله اته تنه ټپیان شول او د روغتیایی چارواکو په وینا د یوه ټپي حالت نازک دی .

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو د فارس والي، محمد هادي ایمانیه د دغه برید پړه د اسلامي دولت ډلې (داعش) پر غاړه اچولې ده.

ایمانیه د ایران دولتي ټلویزیون ته ویلي چې بریدګر غوښتل د هغو دوو ترهګرو غچ واخلي، چې تېر کال یې د شاه چراغ پر زیارت ورته برید یې کړی و.

د ایران حکومت د روان کال د جولای په اتمه (چنګاښ ۱۷مه) د تېر کال د شاه چراغ پر زیارت د وسله وال برید په تور په عام محضر کې اعدام کړل. په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي وو.

په ورته وخت کې د ایران د کورنیو چارو وزیر، احمد وحیدي د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد دولتي تلویزیون ته د یکشنبې د برید د ځای څخه د کتنې پر مهال وویل، چې ترهګر په ایران کې له یوې فعالې شبکې سره همغږۍ لرله.

د شاه چراغ زیارت چې د شیعه ګانو د اتم امام (امام رضا) د ورور، احمد زیارت دی، د ایران په سویل کې یو له سپیڅلو مذهبي ځایونو څخه شمیرل کیږي.

فورم \ دبحث خونه