شاته

طالبانو کندهار کې درې سیمه ییز خبریالان نیولي دي

په داسې حال کې، چې طالبانو سیمه ییزو چارواکو د هلمند ولایت کې رسنیو ته خبرداری ورکړی، چې په خپلو خپرونو کې د ښځو غږونه خپاره نکړي، په کندهار کې سیمه ییزو چارواکو درې نور خبریالان نیولي دي.

د افغانستان خپلواکو خبریالانو د ټولنې رئیس حجت الله جاوید مجددي امریکا غږ ته د دوشنبې په ورځ اګست ۱۴ ( زمري ۲۳) وویل، چې په افغانستان کې د افغان خبریالانو د نیولو د بهیر په دوام د کندهار په ولایت کې درې سیمه ییز خبریالان د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د افغانستان خپلواکو خبریالانو د ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طلوع نیوز خبریال عطاالله عمرد (Alive in Afghanistan) خبریال وحیدالرحمن افغانمل اود رسنیو فعال خبریال شمس الله عمري د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له خوا د یکشنبې په ورځ اګست ۱۳ (زمري۲۲) د کندهار په ولایت کې نیول شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ددغو دریو خبریالانو نیول تائید کړي دي. ښاغلي مجاهد د افغانستان خپلواکو خبریالانو د ټولنې ته ویلي، چې دا خبریالان د رسنیو سره د کار په تړاو نه دي نیول شوي. دغې ټولنې ویلي، چې ذبیح الله مجاهد ورته ددغو خبریالانو د ژر خوشې کیدو ډاډ ورکړی دی.

ددغو دریو خبریالانو د نیولو وړاندې د طالبانو سیمه ییزو ادارو په تیرو دوو اونیو کې د ننګرهار، پکتیا، غزني او کندز په ولایتونو کې پنځه خبریالان نیولي، چې لا هم د طالبانو د امنیتي ادارو سره په بند کې دي.

همداشان د ننګرهار ولایتي چارواکو ددغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د همیشه بهار په نوم یو سیمه ییز تلویزیون ټړلی دی.

ددغه ولایت چارواکو د "نن" په نوم یوه راډیوي سټیشن او هم د ځوانانو د راډيو، چې د کابل څخه خپریږي د څپو د خپرولو دستګاه تړلې وې، چې دا دوه رسنیو ته یې د خپرونو د پیلیدو اجازه بیرته ورکړې، خو د همیشه بهار تلویزیون لا هم تړلی دی.

رسنیو کې د ښځوغږونوپه خپرولو بندیز

د بلې خوا د افغانستان د خبریالانو مرکز د یکشنبې په ورځ ناوخته اګست ۱۳(زمري۲۲) په یوه اعلامیه کې د طالبانو د هلمند ولایت د سیمه ییزو چاارواکو په دې پریکړه ژوره اندیښنه ښودلې او دا پرېکړه یې پر ښځو باندې د طالبانو د حکومت د پرله پسې محدودیتونو دوام او د بیان د ازادۍ څخه سرغړونه بللې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دا پریکړه د زمري د میاشتې له پیل څخه ( جولای ۲۳) څخه سیمه ییزو رسنیو ته اعلان کړې ده، چې له مخې رسنۍ نه په ژوندۍ بڼه او نه هم دمخه په ثبت شوې بڼه د ښځو غږ نشي خپرولی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په دغه اعلامیه کې ویلي:" د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینوټینګار کړی، چې حتی د عامو خلکو د پوهاوي او خبرولو لپاره په اعلانونو کې هم که چیرې د ښځو غږونه شتون ولري باید خپاره نشي. دا ډول اعلانونه د نړیوالو ادارو... او ځینو نړیوالو رسنیو له خوا چمتو کیږي".

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اعلاميې له مخې ددې پریکړې وروسته د یو شمیر نړیوالو رسنیو خپل ځینې پروګرامونه چې د ښځو غږونه په کې کارول کیدل او د خلکو پوهاوي لپاره د ځینو سیمه ییزو رسنیو له خوا خپریدل بند شوي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" د افغانستان د خبریالانو مرکزد هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست په دې نوي امر ژوره اندیښنه څرګندوي اودغه پریکړه د ښځو د حقونو پر وړاندې د تبعیض ډکه او د رسنیو د ازادیدو پر خلاف ګڼي".

دغه مرکز د طالبانو له سیمه ییزو چارواکو غوښتي، چې ژر ترژره دې دا پریکړه بیرته واخلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکزد نړیوالو بنسټونوله خوا د خلکو د پوهاوي لپاره د اعلانونو خپرول د سیمه ییزو رسنیو لپاره د عایداتو یوه مهمه منع ګڼي او وايي، چې اوس مهال چې رسنۍ د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د ډیرو ننګونو سره مخ دي ددغو اعلانونو بندیدل به د رسنیو د تړلو سبب شي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول په رسنیو باندې په ځانګړي ډول په رسنیو کې په ښځینه خبریالانو او رسنیو په کارکوونکو محدودیتونه لګولي دي، چې امله یې زیات شمیر ښځینه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې پریښې دي،

بې پولې راپور ورکوونکو سازمان د اګست ۱۱ (زمري۲۰) افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نږدې دولس زره خبریالانو له ډلې، چې په دغه هیواد کې یې کار کوه نږدې اته زرو یې خپل مسلک پریښی دی.

ار ایس ایف ویلي، چې په تیرو دوو کلنو کې شاوخوا ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو خپل کارونه پریښی دی.

دغه راپور کې ویل شوي: "په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ وروسته له ۸۰ فیصدو څخه زیاتو ښځینه خبریالانو خپل کار پریښی دی او د نږدې ۱۲ زرو ښځینه او نارینه خبریالانو چې د ۲۰۲۱ کال کې یې په دغه هیواد کې کار کوه د دریو څخه له دوه برخو زیاتو یې خپل مسلک پریښی دی. په تیرو دوو کلنو کې رسنۍ له منځه تللو سره مخ شوي دي".

کابل کې یوې ښځینه خبریالې چې لا هم یو تلویزیون سره کار کوي ویلی: "د هرې ورځې په تیریدو وضعیت لا خرابیږي...زه په پرله پسې ډول د پیښو د پوښښ له حق څخه ددې له امله محرومه شوې یم چې ښځه یم".

دغې خبریالې، چې په راپور کې یې نوم نه دی ښودل شوی ویلي: "د یوې خبریالې په توګه زه هرڅه چې ترسره کوم باید دوه ځلې په اړه یې فکر وکړم".

ار ایس ایف په دغه راپور کې ویلي، چې د ۵۴۷ رسنیو څخه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې فعالیت کوه اکثره یې تړل شوي دي.

په دې راپور کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د شمیرنو له مخې ویل شوي، چې د ۱۵۰ تلویزیونو څخه اوس ۷۰ تلویزیوني خپرونې فعالیت لري او د ۳۰۷ راډیوي سټیشنونو څخه ۱۷۰ یې لا هم فعالیت کوي. همداشان د ۳۱ خبري اژانسونو څځه اوس مهال ۱۸ اژانسونه لا هم فعال دي.

په دغه راپور کې د "نۍ" په نوم د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ د ادارې د مدیر ظریف کریمي له قوله ویل شوي، چې په ټول هیواد کې تر ټولو اغیز لرونکي رسنۍ سیمه ییزې رسنۍ دي".

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې هم خبریالانو ته امر کړی و، چې په دغه ولایت کې عکس نشي اخیستلی. د هلمند د ولایتي چارواکو دا پریکړه د خبریالانو د ملاتړ د ادارو د کلک مخالفت وروسته د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا بیرته واخیستل شوه.

فورم \ دبحث خونه