شاته

انوارالحق کاکړ د پاکستان د سرپرست صدراعظم په توګه لوړه وکړه

په پاکستان کې یو لږ پېژندل شوي سناتور انوارالحق کاکړ د دوشنبې په ورځ اګست ۱۴ (زمري ۲۳) د دغه هېواد د سرپرست صدراعظم په توګه لوړه وکړه. نوموړی دنده لري چې په پاکستان کې راتلونکې عمومي ټاکنې وڅاري.

۵۲ کلن کاکړ د داسې هېواد مشري پر غاړه اخلي چې له میاشتو راهیسې سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ ځپلی او د پاکستان تر ټولو مشهور سیاستمدار عمران خان په زندان کې دی او د پنځو کلونو لپاره له ټاکنو بې برخې شوی دی.

کاکړ ته د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت مراسمو کې د ولسمشر عارف علوي له خوا د وفادارۍ سوګند ورکړل شو. نوموړي د یکشنبې په ورځ د سناتور په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه.

د کاکړ لومړۍ دنده به دا وي چې د ملک د چارو د چلولو دپاره نوې کابینه غوره کړي.

د پاکستان پارلمان تېره اوونۍ په رسمي ډول منحل شو. ددغه هېواد د اساسي قانون په اساس، د پارلمان له منحل کېدو د ۹۰ ورځو پوره کېدو وړاندې باید انتخابات تر سره شي.

خو له واک څخه لیرې شوي حکومت ددې میاشتې په پیل کې څرګنده کړه چې د ټاکنو کمیسیون ښايي د ټاکنیزو حوزو د حدودو معلومولو دپاره اضافي وخت ته اړتیا ولري.

له میاشتو راهیسې داسې ګنګوسې روانې دي چې له امنیتي، اقتصادي او سیاسي بحرانونو سره مخ دغه هېواد کې انتخابات ښايي وځنډول شي.

د پاکستان پخواني صدراعظم شهباز شريف د یکشبنې په ورځ ملت ته په خپل وروستي خطاب کې وويل: "زه د ١٦ مياشتو وروستو یو غټ مسئولیت پرېږدم. مونږ د اساسي قانون په اساس واکمن شوي یو او د اساسي قانون له مخې واک پرېږدو."

نوموړي زیاته کړه چې "د آزادو او عادلانه ټاکنو د ترسره کولو لپاره د سرپرست صدراعظم په وړتیا" باور لري.

پاکستان له هغه وخت راهیسې په سیاسي کړکیچ کې ګېر دی چې عمران خان د ۲۰۲۲ په اپریل کې د عدم اعتماد رایې له لارې د صدراعظم په توګه له دندې ګوښه شو، په پایله کې هغه د تیرې اونۍ په پای کې د فساد په تور په دریو کلونو بند محکوم شو.

هغه د پنځو کلونو لپاره په انتخاباتو کې د ځان کاندیدولو څخه هم بې برخې کړل شوی دی. خو عمران خان د محکمې ددې حکم په خلاف د استیناف غوښتنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه