شاته

معترضې ښځې: د طالبانو پر وړاندې به مبارزې ته تر هغه ادامه ورکړو چې‌ ټول حقوق او ازادۍ مو تامین شوي نه وي

د اګست د پنځلسمې په درشل کې چې پر افغانستان د طالبانو له دوه کلنې واکمنۍ سره برابره ده، د افغانستان د معترضو ښځو د خوځښتونو یو شمېر غړو د پلازمینې کابل په ګډون په څو ولایتونو کې اعتراضي لاریونونه وکړل.‌

د 'ارغواني شنبې ورځو غورځنګ" له خوا نن دوشنبې، د اګست ۱۴مه (زمري ۲۳) د جمهوریت نظام د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنید د دویمې کلیزې په درشل کې، په غزني، بلخ، پنجشیر او تخار ولایتونو کې په سرپټو ځایونو کې لاریونونه وکړل او همدا راز د پنجشير ولايت په بيلابيلو سيمو کې یې شعارونه ولګول.

لاريون کوونکو د "افغان مېرمنې هيڅکله نه تسليمېږي او نه بېلېږي"، "موږ به د شهيدانو وينه ونه بخښو"، "موږ زور او جبر ته نه تسليمیږو"، "حق، عدالت، ازادي"، "طالبان قاتلان دي، حکومت یې باطل دی" "ترهګرۍ ته نه او افراطي افکارو ته نه" او "هبت الله، هبت الله، شرم وکړه، بهر راشه" شعارونه ورکړل.

د 'ارغواني شنبې ورځو غورځنګ' د مشرې مریم معروف اروین، امریکا غږ ته وویل چې د "طالبانو له ګواښونو، د اعتراض کوونکو د نیولو او وحشیانه شکنجو" سره سره د دې غورځنګ غړي وغوښتل چې د ملیونونو افغانانو غږ پورته کړي، کوم چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې په یوه شکل بندیان دي او د ښځو پر وړاندې د طالبانو د غیر شرعي او غیر انساني تګلارو په وړاندې د اعتراض او نظر څرګندولو حق نلري.

نوموړې زیاته کړه :"طالبانو ته د واک د سپارلو د دویمې کلیزې په درشل کې،‌ یو ځل بیا ژمنه کوو ، تر هغه وخته پورې چې د هیواد د ټولو اتباعو حقونه او ازادۍ تامین شوي نه وي، موږ به خپلې مبارزې ته دوام ورکوو. موږ پدې باور یوو چې د طالبانو‌ په واکمنۍ کې، ټول افغانان او په ځانګړې توګه ښځې قربانيان دي."

هغې د نورو ښځو له اعتراضي خوځښتونو وغوښتل چې د افغان ښځو او خلکو ټول حقونه او هیلې د ښوونځیو او پوهنتونونو تر پرانیستلو پورې محدودې نه کړي، بلکې د طالبانو پر وړاندې د یوه ازاد او دیموکراتیک افغانستان لپاره مبارزه وکړي.

د 'ارغواني شنبې ورځو غورځنګ' په اند، په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو او ننګونو یوازینۍ حل لاره د طالبانو د حکومت بدلیدل دی او باید په هېواد کې د خلکو او دیموکراتیکو رایو پر بنسټ یو داسې حکومت جوړ شي چې مدني، مذهبي او فکري ازادي په رسمیت وپېژني او په پای کې ټولنیز عدالت تامین کړي.

په ورته وخت کې د 'سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ' غړو په کابل او پروان کې په سرپټو ځایونو کې اعتراضیه غونډې وکړې. دوی د "مرګ په تروريزم او د هغوی په ملاتړو" او "ښځه، انقلاب، ازادي" شعارونه ورکول.

د دغو معترضو ښځو په وینا، د جمهوري نظام له سقوط سره په افغانستان کې د خلکو د ژوند بنسټونه ونړېدل، ډله ییزې او فردي ازادي له منځه ولاړه ،"تیرې او جهالت" یې ځای ونیو.

دوی وویل:"د یوې ترهګرې ډلې د صحرایي محاکمو تر حاکمیت لاندې، افغان ښځې په پرله پسې توګه د درنو سزاګانو لکه اعدام، سنګسار، په دُرو وهل، جبري ودونه او له ازادۍ څخه د بې برخې کیدو سره مخامخ دي. دا ټول د سخت رواني فشارونو، د ځان وژنې په اړه د فکر کولو په ګډون د ګڼو فردي او ټولنیزو کړاوونه لامل شوی دي چې د ښځو د سیستماتیک حذف کولو او د جنسیتي توپیر پرته بل تعریف نلري. "

معترضو ښځو، د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون يو ناورين وباله او ويې ويل، چې دغه تړون په افغانستان کې د ميليونونو خلکو د بېځايه کېدو، لوږې، جنسيتي او قومي توکمپالنې لامل شوى دى. دوی ټینګار کړی، چې دغه تړون چې د "یو حکومت او یوې تروریستي ډلې" ترمنځ د لاسلیک شوي، مشروعیت نه لري او باید لغوه شي.

په همدې حال کې د "کابل انتقادي ښوونځي" غړو چې د اعتراض کوونکو ښځو یوه ډلې ده، په پلازمینه کابل کې لاريون وکړ. دغو مېرمنو وویل چې، د دې لپاره راټول شوي چې یو ځل بیا د ډیموکراسۍ او نوي نړیوال نظم خاوندان د خپلې غلطې تګلارې له مخې مخاطب کړي.

دغو مېرمنو وویل چې، امریکا د افغانستان خلک قرباني کړي او یو بدنامه هېواد دی. د دوی په وینا، امریکا په ملاتړ کې ناکامه او په سیاست کې خام هېواد دی. لاريون کوونکو د امريکا پر ضد د "امريکا، امريکا، د بشر د حقونو دښمنه، سياستونه دي ټول شر دي"، "امريکا، امريکا، د ښځو د حقونو بې شرمه دعوه کوونکې او سرغړونکې"، "امريکا، امريکا د دوکې مرکز یې..... شعارونه ورکول".

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې په افغانستان کې دننه او بهر د ښځو د حقونو د مدافعینو او فعالانو له خوا د طالبانو د حکومت پر ضد لاریونونه روان دي. یوه ورځ وړاندې کابل، بدخشان او تخار هم د ورته لاریونو شاهد وو.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دوهم کال په درشل کې، مدني فعالانو او د بشري حقونو او د ښځو د حقونو مدافعانو د طالبانو پر ضد په کورنیو او بهرنیو مظاهرو کې د افغانانو د ګډون غوښتنه کړې ده.

دغو فعالانو او د بشري حقونو او د ښځو د حقونو مدافعینو، د اګست له ۱۳مې نیټې څخه تر ۲۰مې نیټې پورې د "د ترهګر او فاشیست طالبانو پر وړاندې د افغانستان له خلکو سره د پیوستون د اونۍ" تر نامه لاندې په بیلابیلو هیوادونو کې د مظاهرو او لاریونونو پلان جوړ کړی دی.

فورم \ دبحث خونه