شاته

په خوست کې هوايي برید یا چاودنه؟ طالبانو د دریو تنو د وژل کیدو پخلی کړی

د طالبانو د حکومت چارواکو د افغانستان په خوست ولايت كې د یوې چاودنې خبر وركړى او ويلي يې دي چې په دې پیښه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ نن دوشنبې د اګست ۱۴مه( زمري ۲۳مه) د خوست د امنيه قوماندانۍ په حواله ليکلي، چې په دې چاودنه کې چې په يوه هوټل کې شوې، اووه تنه ټپيان شوي دي.

ځدراڼ دا هم وويل، چې په وژل شويو او ټپيانو کې د وزيرستان کډوال او ځايي اوسېدونکي هم شامل دي. خو نوموړي په دې اړه معلومات ورنه کړل، چې په دې پېښه کې څومره ځايي اوسېدونکي او يا هم د وزيرستان کډوال ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل چې ټپيان سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، خو طالبانو ويلي چې د دې پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې پر یوه هوټل چې د حافظ ګل بهادر سخت دریځې ډلې غړي پکې میشت وو، هوايي برید شوی دی.

د پاکستان د آج خبري اژانس په اسلام اباد کې د یوې نامعلومې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د پاکستان د طالبانو د تحریک د څانګې څو قوماندانان وژل شوي دي.

ګل بهادر چې د اتمانزي له قوم څخه ، په سویلي وزیرستان کې د تحریک طالبان د پخواني مشر بیت الله محسود مرستیال و، خو وروسته یې خپله ډله جوړه کړه.

په ورته وخت کې، د وزيرستان يو شمېر اوسېدونکو په ځانګړي ډول اتمانزي قوم پرون د يوې قومي جرګې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې د اګست څوارلسمه به د پاکستان د خپلواکۍ ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي.
یو قومي مشر امریکا غږ ته وویل چې د "ضرب عضب" پوځي عملیاتو وروسته دا سیمه تر ټولو زیاتې ناامنۍ سره مخ شوې ده. هغه زياته کړه، چې تر دې عملياتو وروسته په دې سيمه کې د قومي مشرانو، ديني عالمانو او سياسي او مدني فعالانو په ګډون تر ٦٠٠ زيات کسان وژل شوي دي. خو اسلام اباد دغه شمېره نه ده تایید کړې.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې، د پاکستان د طالبانو د تحریک غړي له افغانستانه پاکستان ته ننوځي او بریدونه کوي.

د طالبانو حکومت ویلي دي په پام کې لري،‌ هغه زرګونو پاکستاني کډوال چې د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې اوسیږي د افغانستان نورو سیمو ته انتقال کړي، ځکه داسې اټکل کیږي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ د پیښو د زیاتیدو لامل له دغو کډوالو سره تړاو ولري.

فورم \ دبحث خونه