شاته

سوداګریزو کښتیو ته د امریکا خبرداری: د هرمز تنګي کې د ایران اوبو ته نږدې مه ورځئ

د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو قطعه چې په خلیج کې دیره ده، سوداګریزو کښتیو ته یې یکشنبه اګست ۱۳ (زمري۲۲) خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي څخه د تیریدو پر وخت دې د ایران برخې اوبو ته نږدې نه ورځي تر څو د نیول کیدو څخه بچې شي.

د بحرې ځواکونو د پنځمې قطعې ویاند کمانډر ټیم هاکینز د فرانس خبري اژانس ته ددې خبرداري په هکله ویلي چې سوداګریزو کښتیو ته لارښوونه شوې چې د ایراني ځواکونو لخوا د نیول کیدو خطر څخه د بچ کیدو په خاطر هر څومره چې امکان لري، د ایران د برخې اوبو ته دې نږدې نه ورځي.

نړیوال سوداګریز امنیتي ترکیب په نامه ائتلاف چې مشري یې د واشنګټن سره ده، پدې خبرداري کې د سیمې هیوادونو د کښتیو څخه غوښتي چې د روانو جنجالونو په پام کې نیولو سره چې امریکا یې د کمولو کوښښ کوي، د هرمز تنګي څخه د تیریدو پر وخت دې د "مناسب احتیاط" څخه کار واخلي.

دا ائتلاف په ۲۰۱۹ کال کې جوړ شوی چې د متحده ایالاتو تر څنګ پکې برتانیه، سعودي عربستان، عربي متحده امارات او ۱۱ نور هیوادونه برخه لري.


د دې ائتلاف په ویب سایټ کې ویل شوي چې هدف یې په منځني ختیځ کې سوداګریزو کښتیو ته د تګ راتګ لپاره ډاډ ورکول دي.


دا خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې متحده ایالاتو په خلیج کې خپل نظامي حضور ډیر کړی او له بلې خوا یې د تهران سره د جنجالونو کمولو لپاره موافقه هم کړې.

ایراني چارواکو تر دې دمه د متحده ایالاتو لخوا سوداګریزو کښتیو ته د دې خبرداري په هکله څه ندي ویلي.

متحده ایالاتو د روانې اګست میاشتې په دویمې نیټې اعلان وکړ، چې څه باندې ۳۰۰۰ عسکر یې له دوو جنګي بېړیو سره یو ځای سرې بحیرې سرې بحېرې ته استولي دي.

دوی د ځواکونو د انتقال د زیاتوالي د پروګرام برخه ده چې د ایران له لوري د تیلو د دوو ټانکرونو له توقیف څخه وروسته لېږدول کېږي.

د امریکا بحري ځواکونو اعلان کړی دی چې په لېږدول شویو عسکرو کې ځانګړي بحري ځواکونه هم شامل دي، چې د سویز کانال له لارې سرې بحیرې ته داخل شول. وايي د دوی انتقال له مخکې پلان شوی و.

په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې دا ځواکونه د "یو‌اس‌اس باتان" او "یواس‌اس کارترهال" جنګي بېړیو سره یو ځای تللي، چې ورسره به د ځواکونو وړتیا نوره هم لوړه شي.

امریکايي ځواکونه وايي چې ایران په تېرو دوو کالونو کې ۲۰ کښتۍ،‌ چې نړیوال بیرغونه پرې لګول شوي وو، نیولې او یا یې د نیولو هڅه کړې ده.

متحدو ایالتونو تېره میاشت هم د فارس په خلیج کې د ایرن له لوري د کښتیو د توقیف سره د مبارزې لپاره اف-۳۵ او اف-۱۶ جنګي الوتکې او تجهیزات واستول. واشنګټن تېره میاشت ووویل چې امریکایي ځواکونو په نړیوالو اوبو کې د ایران له لوري د تیلو د سوداګریزو کښتیو د توقیف مخه نیولې ده.

تېرکال د نومبر په میاشت کې امریکا او اسرائیل ایران تورن کړی و،‌ چې د یو اسرائیلي شرکت د تیلو په انتقالوونکې کښتۍ یې د بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی.

د امریکا له لوري‌ د الوتکو له انتقال وروسته، ایران اعلان وکړ چې د سپاه پاسداران بحري ځواکونه په بې پیلوټه الوتکو او په داسې میزایلو،‌ چې تر ۱۰۰۰ کیلو میتر پورې واټن وېشتلای شی، سمبال شوي دي.

فورم \ دبحث خونه