شاته

د نایجر نظامي حکومت مذاکراتو ته چمتوالی وښود

د نایجریا د اسلامي علماوو یو هیت چې تیره ورځ نایجر ته د منځګړتوب لپاره تللی و او د دې هیواد د نطامي کودتاچیانو سره یې کتلي، وایي چې د نظامي حکومت مشران د لویدیځې افریقا هیوادونو د اقتصادي ټولنې (ایکواس) سره خبرو اترو ته چمتو دي.

دې هیت یکشنبه اګست ۱۳ (زمري۲۲) ویلي چې د نظامي کودتا مشرانو لخوا د ټاکل شوي جمهور رئیس جنرال عبدالرحمان تشياني سره د څو ساعتونو لپاره کتلي دي.

د راپورونو له مخې دې جنرال د نایجریا هیت ته ویلي چې نایجر او نایجریا نه یوازې ګاونډیان بلکي "خویندې او وروڼه دي او باید موضوعات په صمیمي توګه حل کاندي".

سره لدې چې ایکواس تر دې وړاندې د نایجر نظامي کودتا چیانو ته خبرداری ورکړی و که له واکه غورځول شوی جمهور رئیس محمد بازوم خوشې نکړي، دغه بلاک به په نایجر کې نظامي مداخله وکړي خو تر اوسه یې د سرتیرو په لیږلو موافقه نده کړې ځکه داسې ویره شته چې دا کار ښایي پدې هیواد کې د کورنۍ جګړې سبب شي.

په مالي، بورکینا فاسو او ګیانا کې چې درې واړه یې نظامي حکومتونه لري، د نیاجر د کودتاچیانو سره یې ملاتړ څرګند کړی.

د ایکواس سازمان پدې کار کوي چې څنګه په نایجر کې واک بیرته ملکیانو ته وسپارل شي او د اساسي قانون له مخې ټاکل شوی جمهور رئیس محمد بازوم چې نظامیانو پخپل کور کې نظر بند کړی، بیرته واکمن کړي.

د نایجریا جمهور رئیس بولا تینیبو چې دا ځل د ایکواس مشري هم په غاړه لري، غواړي چې دا موضوع په سوله ایزه توګه حل کړي او له همدې کبله د اسلامي مذهبي مشرانو یوه ډله نایجر ته د منځګړتوب لپاره تیره ورځ واستاوه.

د نایجریا دا هیت داسې مهال نایجر ته تللی چې د دې هیواد نظامي مشر جنرال تشیاني خپل یو پلاوی ګانا ته استولی او د هغوي د ملاتړ څخه یې مننه کړې.

د ګانا جمهوري ریاست په یوې اعلامیې کې چې د دې ملاقات څخه وروسته یې خپره کړې ویلي ، "مونږ ټول افریقایان یو. کله چې زمونږ ولسونه ستونزې ولري، مونږ حاضر یو او تل به ورسره یو".

د نایجر د کودتا مشرانو د سیمې د هېوادونو او لویدیځ له خوا د پوځي اقدام خبرداری بابېزه ګڼلی او ولسمشر بازوم یې په پلازمینه نیامي کې په خپل کور کې نظربند کړی دی.

د کودتا کوونکو د ډلې ویاند امادو عبدالرحمان د ختیځې افریقا او نړیوالې ټولنې دریځ په نایجر کې "بهرنۍ لاسوهنه" بللې او خبرداری یې ورکړی چې دا به یې د هېواد دپاره "ویجاړوونکې پایلې" ولري.

نایجر د ساحل په بې ثباته سیمه کې د امریکا یو کلیدي ملګری هیواد بلل کیږي. د امریکا دفاع وزارت ویلي چې پدغه هیواد کې د امریکا د سلګونو پوځیانو په موقعیت کې بدلون نه راځي.

شنونکي وايي د نایجر کودتا کوونکي په بورکېنا فاسو، مالي او ګیني کې ملاتړي لري او له هغوی سره یې غونډې کړي دي.

متحده ایالات او فرانسه پدې سیمې کې تقریباً ۲۵۰۰ نظامیان لري او د نورو هیوادونو سره په ګډه یې میلونونه ډالر د نایجر د امنیتي ځواکونو د روزنې او نورو چارو کې پانګه اچونه کړې.

په نایجر کې نظامي کودتا د ګڼ شمیر غربي هیوادونو لپاره یوه غټه ضربه ده ځکه چې دا هیواد د یورانیمو تر ټولو ستر تولیدونکی هیواد دی او د افریقا ساحل په هیوادونو کې د اسلامي دولت او القاعده شبکې پر ضد جګړې کې همه د غربي هیوادونو مهم ملګری دی.

فورم \ دبحث خونه