شاته

طالبانو تائید کړه چې د ایران یوې تخنیکي ډلې د هلمند سیند اوبه کتلي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه اګست ۱۳ (زمري۲۲) په یوې اعلامیې کې تائید کړله چې د ایران یو تخنیکي ټیم د روانې زمري میاشتې په ۱۸ مې د دهراود سیند د اوبو اندازه کولو دستګاه کتلي ده.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د ایراني پلاوي د سفر هدف د "ابهامونو لیرې کول" و تر څو هغوي وکړی شي د "هلمند پر سیند د دهراود د اوبو اندازه کولو دستګاه کې د اوبو جریان وګوري او اندازه یې کړي"

افغانستان ته د ایران دا پلاوی داسې مهال سفر کوي چې ایران تل ټینګار کړی د دواړو هیوادونو تر منځ دې د ۱۳۵۱ هجري لمریز کال معاهده تطبیق شي چې د هلمند په سیند کې د ایران د حقابې په هکله ده.

د طالبانو د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې معاهدې کې افغانستان پخپلې ژمنې ولاړ دی.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې چې ایکس (ټویټر) په ټولنیزې شبکې کې یې خپره کړې ویل شوي چې د ایراني چارواکو د معاینې پر وخت معلومه شوې چې پدې سیند کې د اوبو جریان " د تیرو کلونو په تداوم د نورمال اوبیز کال څخه په مراتبو کم ارزیابي کړ" او دلیل یې هم وچکالي او په نړۍ د اقلیم بدلون ښودل شوی.

په اعلامیې کې ویل شوي، " په هغه ورځ چې ایراني پلاوي د دهراود په دستګاه کې اوبه اندازه کړلې، د اوبو جریان په یوه ثانیه کې له اوه متر مکعب څخه کم و چې دا وضعیت په اقعیت سره ټکان ورکوونکی دی".

په اعلامیې کې ویل شوي چې د ایراني پلاوي په ازیابۍ کې معلومه شوه چې د هلمند سیند "خورا کم د اوبو جریان لري او معاون سیندونه یې لکه ارغنداب، موسی قلعه، ارغستان او ترنک په بشپړه توګه وچ دي او یوازې د سیلابونو پر مهال پکې اوبه بهیږي".

سره لدې چې ایران تر دې وړاندې شکایت درلود چې د افغانستان سره د شوې معاهدې له کبله هغومره اوبه چې باید دې هیواد ته د هلمند د سیند څخه ورشي نه ورځي خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې " د ایران د حقابې نه تامینیدلو کې هیڅ ډول انساني عمل او اراده دخیله نده، بلکې مجبره حالت د دې سبب شوی دی".

پدې اعلامیې کې د طالبانو حکومت ټینګار کړی چې "باران وریدو او د مناسبو شرایطو برابریدو په صورت کې به د افغانستان د نیمروز ولایت او د ایران اسلامي جمهوریت د سیستان د خلکو حقابه تامین کړي".

د طالبانو د اعلامیې څخه وړاندې د افغانستان په چارو کې د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمی قمي هم ویلي و چې یو ایراني تخنیکي پلاوي د هلمند د سیند د اوبو سرچینې کتلي دي.

ښاغلي قمي د ایران د فارس خبري اژانس ته ویلي: "اوس مهال یو فني پلاوی په کابل کې دی، کتنه ترسره شوې او ډیر ژر به راپور زمونږ لاس ته راورسیږي".

د افغانستان په چارو کې د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي د وینا پر اساس دا لومړی ځل دی، چې ایراني منخصیصین د ارزګان ولایت د هراوود په سیمه کې د هلمند د سیند د اوبو د سنجولو مرکز ګوري.

څه موده دمخه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کیعاني تهران کې ویلي و، چې د هلمند د اوبو په سر د طالبانو سره لومړنۍ موافقه ترلاسه شوې ده.

ښاغلي کیعاني د جولای ۳۱ (زمري نهم) خبریالانو ته ویلي و: "په مختلفو کچو باندې خبرې ترسره شوي او په دې وروستیو کې مو د افغانستان د مقاماتو سره جدي خبرې لرلې. همدارنګه موافقه هم شته دی. هیله لرو د افغانستان چارواکي په مسوولانه ډول عمل وکړي".

د ایران حکومت هم په پرله پسې ډول ویلي، چې هیواد یې د هلمند د سیند د اوبو د ویش په اړه د افغانستان سره د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دی.

د روان میلادي کال په سر کې د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د سیند د اوبو د ویش په سر جنجال د دواړو هیوادونو ترمنځ تر یوې وسله والې سرحدي نښتې پورې رسیدلی و.

فورم \ دبحث خونه