شاته

د ایران په یو زیارت کې په ډزو کې مرګ ژوبله اوښتې

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په شیراز ښار کې د شاه چراغ په زیارت کې په ډزو کې ګڼ شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی دی چې په ددغو ډزو په ترڅ کې ددغه زیارت دوه خادمان وژل شوي دي.

خو د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د دغه زیارت د یو مسؤل په حواله ویلي، چې په دغه برید کې دوه خادمان او دوه زیارت کوونکي ټپیان شوي دي.

په راپور کې د دغه مسؤل کس نوم نه دی اخیستل شوی، خو د هغه له خولې ویل شوي: "د ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو د شهیدانو دقیقه شمېره لا معلومه نه ده."

د تسنیم اژانس خبر ورکړی، چې په دې برید کې دوه ترهګرو لاس درلود، چې یو یې له ډزو وروسته نیول شوی او دویم بریدګر له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.

د ایرنا د خبر له مخې "ترهګر په دغه برید کې له باب المهدی څخه سپیڅلی حرم ته ننوتلی وو."

تر اوسه د دې برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی. خو تېر کال د داعش ډلې په همدې زیارت کې د ورته برید پړه په غاړه اخیستی و.
د هغه برید په پایله کې ۱۵ تنه وژل شوي وو او تر ۴۰ زیات کسان ټپیان شوي وو.

فورم \ دبحث خونه