شاته

شهبازشریف: د خالي، شنبې، په ورځ به د نګران وزیراعظم د انتخاب فېصله وشي

د پاکستان صدر عارف علوي، وزيراعظم او ماتې کړی شوې قامي اسمبلۍ اپوزيشن مشر ته خط ليکلی، نن د 12 اګست پورې یې ترې د نګران وزيراعظم دپاره نوم غوښتی دی.

او وزيراعظم شهباز شريف هيله څرګنده کړې، د خالي، شنبې، په ورځ به د نګران وزيراعظم د نوم پرېکړه وشي.

صدر عارف علوي پرون د وزيراعظم شهباز شریف او ماتې کړی شوې قامي اسمبلۍ د اپوزيشن مشر راجه رياض په نوم خط استولی دی.

هغه ويلي د وزيراعظم په سپارښتنه یې په نهم اګست اسمبلي تحلیل کړه.

نوموړي ويلي، د ايين ترمخه د اسمبلۍ تحليل کولو پس په درېو ورځو کې وزيراعظم او اپوزيشن مشر پابند دي چې د نګران وزيراعظم ټاکنه وکړي.

هغه ويلي، وزيراعظم او اپوزيشن مشر دې نن د 12م اګست ختمېدو پورې د نګران وزیراعظم دپاره مناسبه نوم وړاندې کړي.

د رپورټونو ترمخه وزيراعظم شهباز شریف پرون په اسلام کې خبريالانو سره خبرو کې ویلي، د ايين ترمخه د هغه سره نورې اته ورځې هم شته چې د وزيراعظم په توګه دنده ترسره کړي.

د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه وزيراعظم ويلي که د اپوزيشن مشر سره یې په نوم سلا رانغله نو دغه معامله به بيا پارلیماني کمېټۍ ته ځي او کميټي به یې په درېو ورځو کې فېصله کوي.

هغه زياته کړې که د کمېټۍ اتفاق هم رانغلو بیا به د نګران وزیراعظم ټاکنه الېکشن کمېشن په دوه ورځو کې کوي.

د اسملۍ ماتیدو نه وروسته اوس د پاکستان د ایین ترمخه الیکشن کمیشن پابند دی چې په 90 ورځو کې دننه به هیواد کې نوي انتخابات کوي.

خو پاکستان کې د نوو انتخاباتو په اړه تاودنه بحثونه روان دي چې د نوې سرشمېرنې په سر انتخاباتو کولو کې وخت لګېدی شي.

د سرشمېرنې وروسته د حلقه بنديانو کولو ویل شوي چې په دغه کار کې د الېکشن کمېشن د څلورو میاشتو پورې وخت لګېدی شي.

شهباز شریف ويلي، انتخابات کول د الېکشن کمېشن کار دی.

پاکستان کې د نګران وزيراعظم دپاره د جليل عباسي جېلاني، د خزانې پخواني وزير عبدالحفيظ شېخ، پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي، پخواني چيف جسټس تصدق حسېن جېلاني، د خزانې مخکيني وزير اسحاق ډار نومونه اخستل کيږي، خو تراوسه په دغو نومونو کې په رسمي ډول د يو تاييد هم نه دی شوی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00