شاته

د خلیلزاد وروستیو څرګندونو تند غبرګونونه پارولي

د افغانستان انټرنیشنل ټلویزیون ته د زلمي خلیلزاد وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې دي د طالبانو واکمني مثبت او منفي اړخونه لري، د احمد مسعود په مشرۍ د "افغانستان د ملي مقاومت" د جبهې د مقاماتو له غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

که څه هم طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په پراخه کچه ښځې او نجونې له کار، زده کړو او مدني او سیاسي فعالیتونو بې برخې کړي، خو خلیلزاد په دې مرکه کې ویلي چې لا هم وختي دی چې د دې ډلې د کړنو په اړه کومه نتیجه ګیري وشي.

د خلیلزاد په وینا، په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمن کیدو وروسته "د پخوا په پرتله افغانان لږ وژل کېږي، خلک له جګړې ستړي شوي وو او امریکا هم د افغانانو له وژلو ستړې شوې وه." خو دغه پخواني امريکايي چارواکي په دې اړه چې په افغانستان کې کومې ډلې پوځيان او ملکيان په وژونکو بریدونو کې په نښه کول، تبصره نده کړې.

غبرګونونه

د افغانستان د پخواني حکومت د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې د خلیلزاد ماموریت د طالبانو د واکمنۍ د لومړي پړاو له ړنګیدو او د دوحې د مذاکراتو په ګډون په تیرو دوو لسیزو کې ناکام شو او اوس هم هڅه کوي چې په افغانستان کې واکمن شي.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

معنوي په خپل پیغام کې لیکلي: "خلیلزاد ښه پوهیده چې طالبان د حکومتدارۍ خلک نه دی او هیڅکله به رښتینې سولې ته راضي نه شي، خو ښايي فکر یې کاوه چې د حالاتو په څپو کې به یو ځل بیا هغه ته د بخت ازمایلو فرصت برابر شي. دا ځل هم د هغه غشی په ځمکه ولګید او خپل هدف ته ونه رسیده، خو له بده مرغه هغه یو ملت د بدبختۍ سره مخ کړ. تاریخ به د هغه او د هغه په څیر د نورو خلکو په اړه چې د نه بخښلو وړ فجایعو د رامنځته کیدو سبب شوي قضاوت وکړي."

د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال امرالله صالح هم په خپله ایکس پاڼه (ټویټر) کې د خلیلزاد څرګندونو ته غبرګون ښودلی، او ادعا یې کړې چې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی اوس د طالبانو په سلاکار بدل شوی دی.

صالح په دې پیغام کې ویلي: ''د خلیلزاد د رول په اړه باید وویل شي چې هغه وار وار خپل ځان د افغان په احساس او عاطفې او د امریکا په ماموریت او تابعیت کې پېژندل. خلیلزاد د دوحې د تړون په لاس لیک کولو او له طالبانو سره په ائتلاف او دغې نیابتي او ملي ضد ډلې ته د افغانستان په سپارلو سره دا ثابته کړه چې په ډیره کم کچه هم د وطن د مینې په نامه هیڅ شی دده په وجود او ذهن کې نه شته او د ښه تقاعد لپاره یې د خپل ټاټوبي پر اورمیږ د راولپنډۍ پښه کښیښودله.''

د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال صالح چې اوس په بهر کې ژوند کوي، د دغه پیغام په دوام کې ویلي: ''هغه [خلیلزاد] چې اوس د مجازي نړۍ له لارې د طالبانو د تعصب او ناپوهۍ د دستګاه د سلاکار کچې ته راټیټ شوی دی، هڅه کوي، چې خپل د شرم وړ کار توجیه کړي. په یقین سره، پر نفس او د ټولیزې ارادې په ایجاد باندې نه باور لرونکي خلک به وي چې ددغه او یا هغه منافق خبرې واوري. خو د مبارزې لاره معلومه شوی ده. طالب له منځه تلونکی دی. انشاالله.''

خلیلزاد له افغانستان انټرنېشنل سره د خپلې مرکې په یوه برخه کې د پخواني حکومت له چارواکو هم غوښتي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي، ځکه طالبانو ''عمومي بخښنه'' اعلان کړې او د طالبانو ضد شخصیتونو ته په خطاب کې یې ویلي چې بیا دې د نړۍ د هیوادونو مداخلې ته تمه ونه لري. خلیلزاد وویل: "که دوی فکر کوي چې نړۍ راځي او طالبان له منځه وړي، بیا دوی ته بلنه ورکوي، هر یو ته امنیت ورکوي، امریکایان دلته او هلته له خپلو ټوپکونو سره ګرځي راګرځي، دا ورځې پای ته رسیدلي."

د سیاسي چارو یو څیړونکی ملک ستیز په دې باور دی چې خلیلزاد ''په ډېرو بدو الفاظو سره فراري سیاسي "مشران" سپک کړل. ځینې دولتونه له اخلاقو او مورال پرته شخصیتونو ته اړتیا لري ترڅو هغوی د پاتې شویو کثافاتو د پاکولو لپاره د رومال په څیر وکاروي. په بدل کې یې هغوی ته امتیاز او سیاسي اقتدار ورکوي. خلیلزاد د دې ډول ښه مثال دی.''

د سیاسي چارو کارپوه مسلم شیزاد په خپل ایکس پاڼه (پخواني ټویټر پاڼه) کې لیکلي: "زلمی خلیلزاد د دې پر ځای چې ناپوهۍ ته لابي وکړي، باید د «دوحې د تړون» د خپلې شرموونکي کارنامې له کبله د افغانستان له خلکو او په ځانګړې توګه له ښځو بښنه وغواړي. خلیلزاد کولای شي له خپلې مېرمنې شیرل او زامنو مکس او الکس سره کابل ته ولاړ شي او د امریکا په چارو کې د طالبانو استازی شي."

د افغان حکومت یو پخواني چارواکي محمد حلیم فدایي خلیلزاد ته په خطاب کې ویلي: «تاسو چې د دوحې يو مرموز، ننګین او پټ قرارداد لاسلیک کړ، نه دا چې افغانان بلکې د نړۍ هیڅ مهذب/متمدن هېواد به نور پر تاسو باور ونکړي.»

فدایي لیکلي چې "خلیلزاد د افغانستان د بدبخت کولو ترڅنګ د امرېکا حیثیت او وقار هم په صفر کې ضرب کړ او کومه نوې ملګرتیا چې له طالب سره یې پیل کړې ډیر ژر به پرې پښیمانه شي."

هغه همداشان د ایکس شبکې په خپل حساب باندې لیکلي چې: «موږ خو ستاسو د بشري حقونو، ولسواکۍ، د ښځو د حقونو، د بیان د ازادۍ، مشارکت او سولې پر شعارونو باور وکړ. آیا زموږ باور لوی جرم دی، که زموږ له باور سره ستاسو خيانت؟»

تر دې وړاندې خلیلزاد ویلي و چې د دوحې تړون د افغانانو خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره کړه، خو د هغه په وینا د ناکامۍ پړه یې باید په دواړو د افغانستان په جمهوریت او طالبانو واچول شي.

خلیلزاد د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي وو چې د افغانستان له سقوط مخکې د دواړو لورو ترمنځ تفاوتونه او اختلافات د بین الافغاني مذاکراتو د ناکامۍ لامل شول.

نوموړي د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د لاسلیک شوي تړون دفاع کړې او ویلي یې دي چې د هغه په اساس باید د افغانستان جمهوریت او طالبانو د سولې د موافقې له لاسلیک لس ورځې وروسته بین الافغاني خبرې پیل کړې وای، خو دا بهیر د شپږ میاشتو ځنډ وروسته پیل شو.

خو د افغانستان د نسکور شوي حکومت ولسمشر محمد اشرف غني له افغان نشراتي شبکې (ABN) سره په مرکه کې داسې ښودلې چې د جمهوريت په نسکورېدو کې ډېر لاسونو په تېره بیا د زلمي خلیلزاد او د افغانستان د ملي پخلاینې شورا د پخواني رئیس عبدالله عبدالله رول درلود.

ښاغلي غني په دې مرکه کې ویلي، چې خلیلزاد "په خپلو پلانونو او ژمنو د افغانستان سیاسي قشر وېشلې و". هغه دغه پخوانی امریکايي چارواکی یو "نا اهله، فاسد او کرکجن" کس بللی و.

غني ویلي وو چې «خلیلزاد دوه مخه نه بلکېنهه مخونه لري...ښاغلي بلینکن [د امریکا د بهرنیو چارو وزیر] ته مې وویل چې دا شخص منفور شوی، د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د جمهوریت غوښتونکو د باور وړ ندی، هغه ژمنه وکړه چې د پالیسۍ د برخې رئیس ښاغلی سلمان احمد به مسولیت په غاړه وړاخلي.»

غني زیاته کړه چې خلیلزاد له طالبانو سره په مذاکراتو کې "پټ" چلند کاوه. هغه وویل چې "ما خلیلزاد ته څو ځله وویل چې د دوحې د تړون مسوده چې دې برابره کړې ورباندې به په مرګ پښیمانه اوسئ،" خو هغه په خپل کار ټینګار کاوه.

خو نجیم یلمان چې د ایکس (ټویټر) یو کاروونکی دی، د خلیلزاد د څرګندونو په اړه بل نظر لري. هغه وایي: " جنګسالارانو ته په ساده ژبه د خلیلزاد د خبرو لنډیز: تاسو نه د جګړې توان لرئ او نه به بیا د امریکا بي-۵۲ تاسو فریاد ته ورسیږي. یا طالب ته تسلیم شئ یا په جلاوطنۍ کې مړه شئ!"

فورم \ دبحث خونه