شاته

د افغانستان خبریالانو مرکز: طالبانو په څلور ولایتونو کې پنځه سیمه ییز خبریالان نیولي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو ادارې په تیرو څو ورځو کې د ننګرهار، پکتیا، غزني او کندز په ولایتونو کې پنځه سیمه ییز خبریالان نیولي دي.

دغه مرکز د جمعې په ورځ اګست ۱۱ ( زمري ۲۰) اعلامیه کې ویلي، چې د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو ادارې فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالحي د غرمې وروسته درې بجې د جلال اباد په ښار کې د کلید د رادیو له دفتر څخه له ځان سره وړي دي.

همداشان د طالبانو امنیتي چارواکو د پکتیا په ولایت کې د اریانا نیوز د کابل خبریال حسیب الله سراب د پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز د ګردیز په ښار کې نیولی دی.

همداشان د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې د طالبانو امنیتي ساتونکو د کندز په ولایت کې د سلام وطندار راډیوي شبکې خبریال حسیب حساس د کندز په ښار کې د اورانوس سیمه ییز تلویزیون په دفتر کې د پنجشنبې د ورځې د سهار په نهو بجو نیولی دی.

ددغه مرکز د معلوماتو پر اساس ددې دمخه د یکشنبې په ورځ د غزني په ولایت کې د باختر دولتي اژانس خبریال سید وحدت الله ابدالي د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو له خوا نیول شوی و او اوس هم طالبانو سره په بند کې دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې ددغو خبریالانو د نیولو علت څرګند نه دی او نه هم طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دغه مرکز په اعلامیه کې ویلي: "د حساس او سراب نیول هیواد کې د خبریالانو د نیولو د نوې څپې په دوام ترسره شوي. تیره ورځ د فقیر محمد فقیرزي او جان اغا صالحي د کلید د راډیو خبریالان د ننګرهار په ولایت کې د دغه ولایت د استخباراتو له خوا نیول شوي. د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د باختر دولتي اژانس خبریال سید وحدت الله ابدالي د غزني په ولایت کې د سیمه ییزو چارواکو له خوا نیول شوی و او لا هم طالبانو سره په زندان کې دی".

دغه مرکز د دغو افغان خبریالانوپه نیولو ژوره خواشینې څرګنده کړې او د طالبانو له حکومت څخه یې د دغو خبریالانو پرته د کوم قید او شرط د ژر خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

همداشان د افغانستان د خبریالانو مرکز له سیمه ییزو چارواکو غوښتي، چې ددغو خبریالانو څخه که هر ډول شکایت لري د رسنیو د قانون پر اساس د شکایتونو د ارزونې او د رسنیو د سرغړونې د څیړلو د کمیسیون له لارې دې حل کړي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز شمیرنې ښيي، چې د ننګرهار، پکتیا، غزني او کندز ولایتونو کې ددغو خبریالانو د نیول کیدو سربیره لږ ترلږه څلور نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم د طالبانو سره په بند کې دي.

دغه مرکز ویلي: "یو خبریال شاوخوا پنځه میاشتې دمخه نیول شوی، یو خبریال یو میاشت وړاندې نیول شوی او د رسنیو یو کارکوونکي دوه اونۍ وړاندې نیول شوي او په زندان کې اچول شوي دي".

د افغانستان د خبریالانو مرکز د نیول شوو خبریالانو له ډلې یوازې د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي نوم یاد کړی او د نورو خبریالانو نومونه یې د امنیتي دلایلو له مخې نه دي ښودلي.

د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو تراوسه ددغو خبریالانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو حکومت دا خبریالان په داسې حال کې نیولي، چې د بشري حقونو سازمان په دې وروستیو کې په یو راپور کې په رسنیو باندې د طالبانو د پراخه سانسورخبر ورکړی او ویلي دي، چې د طالبانو حکومت معلوماتو ته د رسنیو لاس رسی هم محدود کړی او د خبریالانو او انتقاد کوونکو نیول یې زیات کړي دي.

د بشري حقونو د سازمان په راپور کې ویل شوي: "پر سیمه ییزو رسنیو باندې د طالبان سخت محدودیتونه چې د دغو رسنیو له خوا د نړیوالو رسنیو د خپرونو خپرول هم په کې شامل دي افغانستان کې معلوماتو ته لاس رسی د ستونزو سره مخ کړی دی".

د بشري حقونو سازمان ټینګار کړی، چې خبریالان او رسنې د خپلسر نیولو د ویرې د اندیښنو له امله مهم معلومات نه خپروي.

خو د طالبانو حکومت د دې میاشتې په سر کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو د بهیر په پیل کې ویلي و، چې دا حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن دی ، خو زیاته کړې وه، چې رسنۍ باید داسې موضوعاتو د خپرولو څخه ډډه وکړي، چې نظام ته ترې زیان رسیږي.

ننګرهار کې د دوو رسنیو د خپرونو بیا پیلیدل

د ننګرهار په ولایت کې سیمه ییز خبریالان وايي، چې په دغه ولایت مرکز د جلال اباد په ښار کې د "نن" سیمه ییزه راډیو او د ځوانانو د راډیو د څپو خپرونکي راډیويي دستګاه بیرته خپرونې پیل کړي دي. دا دوه سیمه ییزې رسنۍ او د همیشه بهار په نوم یو سیمه ییز تلویزیون تیره اونۍ د ننګرهار ولایت د سیمه ییزو چارواکو له خوا تړل شوي و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په یوه اعلامیه کې ددغو دوو راډیويي خپرونو بیرته فعالیدل تائید کړي دي.

د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو زمري د میاشتې په لسم د "نن" په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو او د ځوانانو د راډیو د خپرونو د خپرولو دستګاه چې مرکز یې په کابل کې دي بندې کړې وې.

همداشان د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو تیره اونۍ د جلال اباد په ښار کې د همیشه بهار تلویزیون خپرونې وروسته له هغې بندې کړې، چې ددغه تلویزیون په ودانۍ کې د خبریالانو لپاره په یو روزنیز کورس کې ښځینه خبریالانو هم ګډون کړی و. دغه تلویزیون لا هم تړلی دی.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته طالبانو پر رسنیو باندې پرله پسې محدودیتونه لګولي دي. همداشان د طالبانو حکومت د یو شمیر بهرنیو نړیوالو رسنیو خپرونې هم چې په پښتو او دري ژبو د افغانستان لپاره کیږي او د سیمه ییزو رسنیو له لارې په دغه هیواد کې خپریدلې هم بندې کړي دي او د امریکا غږ او ازادۍ رايو په ګډون یې د ځینو نورو سیمه ییزو رسنیو انټرنیټي پاڼو باندې هم بندیز لګولی دی.

فورم \ دبحث خونه