شاته

فعالان له خلکو غواړي چې د طالبانو پر ضد دننه او بهر په پراخو مظاهرو کې برخه واخلي

پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو د دوییم کال د پوره کیدو په درشل کې یو شمیر افغان مدني او د بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعالانو د افغانستان په دننه او بهر کې له افغانانو غوښتي، چې د طالبانو په خلاف لاریونونو کې دې برخه واخلي.

دغو مدني او د بشري حقونو فعالانو ویلي، چې په تیرو دوو کلونو کې طالبان د "جنګي جرمونو، د بشریت پر ضد جنایتونو، جنسیتي او نژادي توپیرونو، بې ځایه کېدنو او جبري کډه کولو، نسل وژنې، نژادي تبعیض او د افغانستان د جغرافیې تروریستي کولو" مرتکب شوي او باید د دې ډلې د کړنو پر وړاندې چوپ پاتې نه شو.

دغو فعالانو او مدافعانو د "طالبانو د تروريستي او فاشيستي ډلې په وړاندې د افغانستان له خلکو سره د پيوستون اوونۍ" تر نامه لاندې د اکست له ۱۳ تر ۲۰ پورې په بېلابېلو هېوادونوکې مظاهرې او لاريونونه پلان کړي دي.

ددغو فعالانو د معلوماتو له مخې ټاکل شوې، چې دا لاریونونه په جرمني، هسپانیا، امریکا، فرانسه، بلجیم، سویډن، هالنډ، یونان، اتریش پاکستان او ځینو نورو هیوادونو کې ترسره شي.

د ښځو د حقونو مدافع صابره اکبري رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي: "مونږ ټولو ازادۍ غوښتوونکو ته بلنه ورکوو، چې په کومو اعترضونو او لاریونونو کې، چې مختلفو ښارونو او هیوادونو کې ترسره کیږي زمونږ سره یوځای شي او خپل غږ اوچت کړي".

همداشان د ښځو د حقونو یوې فعالې هدا خموش له افغانانو غوښتي، چې په دغو لاریونونو کې برخه واخلي او پر افغانستان باندې د طالبان بیا واک ته رسیدل د دغو لاریونونو له لارې وغندي.

دغو مدني او د بشري حقونو فعالانو په خپله دغه غوښتنه کې ویلي: "د طالبانو په رسمیت پیژندل د نړیوال تروریزم په رسمیت پیژندل دي، د ښځو حقونه بشري حقونه دي، طالبانو سره تعامل د انسانیت پر وړاندې تاوتریخوالی دی".

دغو فعالانو د نړۍ څخه غوښتي، چې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض په رسمیت وپیژني او د دوحې د سولې هوکړه لیک دې چې ددغو فعالانو د ادعا پر اساس د افغانستان د خلکو د بدبختۍ سبب شوی لغوه کړي.

تیره ورځ د مقتدرو ښځو د خوځښت غړو په یوه غونډه کې د نړیوالې ټولنې څخه یو ځل بیا غوښتي، چې د طالبانو سره دې تعامل نه کوي.

دغو معترضو ښځو د پنجشنبې په ورځ اګست لسم ( زمري ۱۹) کابل کې د بندو دروازو شاته په یوې غونډې کې وویل، چې نړۍ ته په کار نه دي، چې په هيڅ ډول بهانې سره طالبانو سره تعامل وکړي او هم باید ددغې ډلې حکومت په رسمیت ونه پیژني.

پر افغانستان باندې د طالبانو بیا واک ته د رسیدلو دوییم کال ته پنځه ورځې پاتې دي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی دی.

طالبانو د واک ترلاسه کولو سره سم په افغانستان کې په خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې سخت محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو د کور بهر د ښځو د فعالیتونو د محدودولو د اقداماتو په لړ کې تیره میاشت په افغانستان کې ۶۰ زرو څخه زیاتې ښځې چې په کابل او ولایتونو کې یې په سینګارتونونو کې کار کوه د هغوی په کار بندیز ولګوه.

نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول د طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي، خو د نړیوالې ټولنې دغو غوښتنو ته تراوسه طالبانو مثبت ځواب نه دی ورکړی.

نږدې دوه کاله کیږي، چې طالبانو افغانستان کې واک ترلاسه کړی، خو ددغې ډلې حکومت تراوسه د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیزونه دایمي نه دي.

فورم \ دبحث خونه