شاته

په سوریه کې د داعش په برید کې د سوریې ۲۶ پوځیان وژل شوي

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د جمعې په ورځ اګست ۱۱ (زمري ۲۰) وویل چې د سوریې په ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) په برید کې د سوریې لږ تر لږه ۲۶ پوځیان وژل شوي دي.

په بریتانیا کې میشته د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د داعش وسله والو د پنجشنبې په ورځ په دیرالزور ولایت کې په یو پوځي بس برید وکړ.

د سوریې د بشري حقونو دې ډلې ویلي دي چې د سوریې د حکومت د وژل شویو سرتیرو شمیر ۲۶تنو ته لوړ شوی دی. د بشري حقونو د څار ډلې دمخه ویلي وو چې په دغه برید کې د سوریې ۲۳پوځیان وژل شوي دي. دا په روان کال کې د سوریې پر پوځ تر ټولو خونړی برید دی.

ددې راپور له مخې په دغه برید کې ۱۱ تنه نور سرتیري ټپیان شوي چې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.

د سوریې رسمي خبري آژانس سانا خبر ورکړی، چې دغه «ترهګریز برید» د سوریې پوځیان په نښه کړی او مرګ ژوبله یې اړولې ده، خو په دغه برید کې د وژل شویو او ټپیانو د دقیق شمېر په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې دا هم ویلي چې د سوریې حکومتي ځواکونه او وسله والې ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي، د سوریې پر وخت د جمعې په سهار د برید ځای ته استول شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، داعش اورپکو "په دې وروستیو کې د پوځ پر ضد خپلو وژونکو بریدونو ته زور ورکړی او موخه یې دا ده چې د امکان تر حده ډېر پوځیان ووژني."

نوموړي فرانس پرس اژانس ته وویل، د داعش سخت دریځه ډله غواړي وښيي چې که څه هم د دوی مشران په نښه شوي، خو دوی لاهم "فعال او غښتلي" دي.

تیره اونۍ د داعش وسله والو د داعش د مشر ابو حسین الحسین القریشي مړینه تائید کړه، چې د سوریې په شمال لویدیځ کې په جګړه کې وژل شوی و.

د القریشي د مړینې له تائید وروسته د داعش یو ویاند د ټیلیګرام په یو پیغام کې ویلي چې د ابوحفص هاشمي القریشي په نوم یو کس د داعش د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.

که څه هم داعش په ۲۰۱۹ کال کې په عراق او سوریه کې له ډېرو سیمو شړل شوی، خو د دغې ډلې وسله وال لا هم په سوریه کې خپل بریدونه کوي. د دې ډلې افراطيان خپل زیاتره مرګوني بریدونه په ملکي وګړو، کردي جنګیالیو، د سوریې په حکومتي ځواکونو او د ایران له ملاتړ نه د برخورداره جنګیالیو پر ضد ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، داسې ښکاري چې په عراق او سوریه کې د داعش د وسله والو شمېر په بې ساري ډول کم شوی او یوازې ۲۵۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.

د سوریې جګړه په ۲۰۱۱ کال کې هغه مهال پیل شوه چې د دغه هېواد د ولسمشر بشارالاسد رژیم د حکومت ضد سوله ییز لاریونونه په زوره وځپل.

د سوریې شخړه اوس پېچلې شوې ده. د سوریې په کورنۍ جګړه کې تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي، چې بهرني ځواکونه هم په دې جګړه کې ښکیل دي او په میلیونونو نور یا په کور دننه بې ځایه شوي او یا هم د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. د سوريې په جګړه کې د دغه هېواد بنسټيزو تاسيساتو او صنعت ته سخت زیان رسېدلې دی.

فورم \ دبحث خونه