شاته

د سویډن او اسپانیا لوبډلې د ښځو د فوټبال نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ووتلې

د ښځو د فوټبال د نړیوال جام په کواټر فاینل سیالیو کې چې د جمعې په ورځ،‌ د اګست ۱۱ (زمري ۲۰مه)‌ په نیوزیلینډ کې تر سره شوې، د سویډن او اسپانیا لوبډلې د خپلو سیالانو جاپان او هالنډ لوبډلو په ماتولو سره ددې جام نیمه پای لوبې ته ووتلې.‌

په لومړۍ لوبه کې اسپانیا له هالنډ سره مخامخ شوه او خپل سیال ته یې ۲-۱ ماتې ورکړه او پدې توګه دلومړي ځل لپاره یې د ښځو د فوټبال د نړیوال جام نیمه پای لوبې ته لاره وموندله.

په دویمه لوبه کې د سويډن د ښځو فوټبال لوبډلې چې د روان جام د سیالیو په دویم پړاو کې یې د ۲۰۱۹م کال اتل لوبډلې د امریکا متحده ایالاتو ته ماتې ورکړې وه،‌ د اسیا استازي جاپان لوبډلې ته ۲-۱ ماتې ورکړه.‌

دا پنځم ځل دی چې سویډن د ښځو د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې نیمه پایلوبې ته رسیږي، خو دغې لوبډلې تر اوسه نړیوال جام یا د المپیک اتلولي نه ده ګټلې.

ددې جام د کواټر فاینل دوه نورې سیالۍ به سبا (شنبې) د کوربه هیواد اسټرالیا او فرانسې او د بریتانیې او کولمبیا لوبډلو ترمنځ وشي.

همدا راز د سویډن او اسپانیې د فوټبال ښځینه لوبډلې چې نیمه پایلوبې ته وتلي‌دي، راتلونکې سه شنبې ورځ‌ د نیوزیلنډ په پلازمینې اکلنډ کې به سیالي وکړي.

د ښځو روان نړیوال جام سیالۍ په ګډه په نیوزیلینډ او استرالیا کې ترسره کیږي او وروستۍ لوبه به د اګست په ۲۰مه د اسټرالیا په سیډني کې ترسره شي.

فورم \ دبحث خونه