شاته

ځنګلي اورونو په امریکا کې لږ تر لږه ۵۳ کسان مړه کړي

د متحدو ایالتونو د هاوايي په ایالت کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ اګست لسمه (زمری ۱۹) وویل چې ځنګلي اورونو د دغه ایالت په یوې سیاحتي سیمې کې لږ تر لږه ۵۳ تنه مړي کړي او ژغورونکي د ماوي د ځپل شوي ټاپو څخه د خلکو د اېستلو هڅې کوي.

د دغه ځنګلي‌ اور سره د هغه طوفان تېز شمال هم مل دی‌ چې د سه شنبې په ورځ په امریکا کې پيل شو او ډېرې سیمې یې وځپلې.

دغو اورونو د سمندر په غاړه کې د لاهاینا ښار هم ځپلی دی. چارواکي‌ وايي دا چټک خپرېدونکي اور ډېر خلک اړ کړل د ژوندي پاتې کېدو لپاره اوبو ته ځانونه وغورځوي.

ولسمشر جوبایډن دا «لوی کړکیچ» بللی دی او د ژغورنې د هڅو لپاره یې دغه ایالت ته د فدرال د مرستو اجازه ورکړې. د سیمې خلک وايي ډېرو مرستو ته اړتیا لري او ممکن د ښار بیا رغول کلونه ونیسي.

د متحدو ایالتونو د ساحلي ګارد قومندانې اجا کرکسي سي ان ان ته ویلي دي چې د ابتدايي راپورونو په اساس شاوخوا ۱۰۰ کسان اوبو ته ننوتلي دي چې وژغورل شي.

نوموړې وویل چې سیمې ته استول شوې الوتکې د لوګیو له کبله په سختۍ سره په ځمکه کې څه لیدلای شي، خو دا خبره یې وکړه چې د ساحلي ګارد کښتیو شاوخوا ۵۰ کسان په اوبو کې ژغورلي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي کېکوا وویل چې د مقاماتو اقدامات کم دي. هغه سي بي اس ته وویل: «موږ خلک را واېستل... موږ هڅه کوو چې د خلکو ژوند وژغورو او فکر کوم کومو مرستو ته چې اړتیا لرو، نه یې ترلاسه کوو.»

له بره څخه څخه اخیستل شویو تصویرونو کې ښودل کېږي چې د لاهاینا ټول ښار، چې په نونلسمې پېړۍ کې د هاوايي د پادشاهۍ مرکز و، په اېرو بدل شوی دی.

چارواکي ‌وايي د ژغورنې پلټنې روانې دي او شاید د مړو شمېر زیات وي.

د دغه ښار ښاروال ریچارد بېسن په فیسبوک کې په یوې خپرې شوې ویدیو کې ویلي دي: «موږ په دې وخت کې د انسانانو د مړینو او جایدادونو د ویجاړیو له کبله له یو بل سره غمرازي کوو. په راتلونکو ورځو کې به د یوې جامعې په توګه لا قوي رادبره شوو.»

د مایو له ښار څخه هم زرګونه کسان په الوتکو کې انتقال شوي دي او د نورو د اېستلو لپاره هم پلانونه نیول شوي دي. د مایو ولسوالۍ له سیلانیانو څخه غوښتي دي چې «ژر تر ژره دې» ووځي او بسونه یې تنظیم کړي چې له سرپناو څخه خلک هوايي ډګر ته انتقال کړي.

فورم \ دبحث خونه