شاته

سپینه ماڼۍ له اوکراین سره د نویو پوځي مرستو لپاره له کانګرس څخه ۱۳ میلیارد ډالر غواړي

د ولسمشر جوبایډن حکومت له اوکراین سره د نویو پوځي مرستو لپاره له کانګرس څخه څه باندې ۱۳ میلیارد نور ډالر غوښتي دي.

د امریکا د مدیریت او بودېجې د دفتر مشرې شالندا یانګ د کانګرس مشر کوین مککارتي ته په استول شوي لیک کې ویلي دي چې دا نوې پېسې به له هغو اسیب پذیره هېوادونو سره مرسته وکړي چې «د روسیې ناموجه او ظالمانه یرغل ځپلي» دي.

دغه دفتر ویلي دي چې د نویو پوځې مرستو نژدې ۱۰ میلیارد به یې په بېلا بېلو برخو کې لګول کېږي چې هدف یې د دفاع وزارت د زېرمو څخه د پوځي توکیو بشپړول او د پوځي تجهیزاتو د تولید چټک کول دي.

یانګ ویلي‌ دي: «ولسمشر بیا تاکید کړی چې له اوکراین سره به د حاکمیت په دفاع کې یې تر هغه وخت پورې درېږو چې تر څو پورې یې ضرورت وي.»

د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس شالندا یانګ ویلي‌ دي چې د امریکا تګلارې «په بریالي ډول زموږ ایتلافیان او شریکان متحد کړي او اوکراین یې تجهیز کړی چې د روسیې د یرغل په وړاندې خپله دفاع» وکړي.

د سپینې ماڼۍ دا نوې غوښتنه د اوکراین اړوندو لګښتونو د هغو ۲۱ میلیارد ډالرو یوه برخه ده، چې د پنجشنبې په ورځ یې غوښتي دي. کانګرس باید دا پېسې منظورې کړي چې ولګول شي. سپینې ماڼۍ همدغه راز ۳.۳ میلیارد ډالر نور هم غوښتي چې د اوکراین لپاره د مستقیمې بودیجې په توګه په پام کې نیول شوي‌ دي. د امریکا د مدیریت او بودېجې د څانګې په وینا دا به «اوکراین مطمین کړي چې د روغتیايي ‌او صحي خدمتونو په ګډون حیاتي اړتیاوې پوره» کړي.

د امریکا د دفاع وزارت په یوې تازه اعلامیې کې ویلي دي،‌ چې د جولاۍ تر ۲۵ نېټې پورې متحدو ایالتونو له اوکراین سره د څه باندې ۴۳.۷ میلیارد ډالر امنیتي مرستې کړې دي.

فورم \ دبحث خونه