شاته

جان کربي: موږ ته طالبانو ته پېسې نه ورکوو، خپلو بشري شریکانو ته یې ورکوو

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د امریکا غږ افغانستان څانګې سره په ځانګړې مرکې وویل چې امریکا د افغانستان له خلکو سره د مرستو کلک نظارت کوي‌ چې په سم ځای کې ولګول شي.

جان کربي د پنجشنبې په ورځ اګست لسمه (زمری۱۹) په دغې مرکې کې ټېنګار وکړ‌ چې د امریکا حکومت طالبانو ته هېڅ پېسې نه ورکوي‌ او د خپلو شریکانو له لارې د افغانستان له خلکو سره مرستې کوي.

کربي د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مککال له هغو څرګندونو یوه ورځ وروسته دا خبره وکړه، چې ویلي یې وو سپېنه ماڼۍ باید افغانستان ته د استول کېدونکو مرستو ډېر نظارت وکړي.

څه موده مخکې د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د متحدو ایالتونو ځانګړي سرمتفش [سیګار] د امریکا کانګرس ته راپور ورکړی و چې طالبان د افغانستان سره د امریکا او ملګرو ملتونو له مرستو ناوړه ګټه اخلي او په مرستو کې مداخله کوي.

خو جان کربي وویل: «موږ طالبانو ته هېڅ پېسې نه ورکوو. موږ خپلو هغو شریکانو او بشري شریکانو ته پېسې ورکوو چې افغانستان ته تللای شي او دا پېسې لګولای شي.»

د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال د سیګار د راپور په غبرګون کې تېره ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي وو: «دا د غندنې وړ ده‌ چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پېسې د طالبانو په څېر د ترهګرې ډلې جیبونه ډکوي، [هغه ډله] چې ښځې او نجونې ځوروي، القاعده او نورې ترهګرې ډلې تمویلوي، د دیني اقلیتونو په ضد قساوتونه کوي او هره ورځ د بشري‌ حقونو څخه سرغړونې کوي.»

نوموړي‌ د جوبایډن له حکومت څخه غوښتي چې وضاحت ورکړي چې د افغانستان د خلکو سره کېدونکې مرستې د طالبانو لاسونو ته نه ځي.

خو جان کربي ظاهرآ دا «ادعا رد» کړه چې ګنې دوی له طالبانو سره مرسته کوي او ویې ویل چې په دومداره ډول له افغانستان سره د امریکا د مرستو څار کېږي. نوموړي زیاته کړه: «موږ په مسلسل ډول له خپلو شریکانو سره خبرې کوو چې دا مرستې څنګه لګول کېږي، چېرې ځي، څوک ترې ګټه پورته کوي او موږ به دا [نظارت] روان ساتو.»

تېره میاشت د سیګار مشر جان ساپکو د لندن د کینګز په کالج کې د خبرو په مهایل وویل چې په افغانستان کې د طالبانو د تش په نوم حکومت له لوري د نړیوالو بشري مرستو د انحراف او په مرستو باندې د دغې ډلې د کنترول په اړه یې کانګرس ته معلومات ورکړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ضیا تکل د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته ویلي وو چې دا «ادعاوې له واقعیتونو سره په ټکر کې دي او موږ یې په کلکه ردوو...».

په ۲۰۲۱ کال کې د اګست له میاشتې وروسته، نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې مستقیمې مرستې بندې کړې. د دوی اندېښنه دا ده چې مستقیمې مرستې به د وسله والو اورپکو لاس ته ورشي.

يه تېرو شاوخوا دوو کالونو کې متحده ایالتونه د افغانستان له خلکو سره د بشري مرسته کوونکو هېوادونو د لست په سر کې ځای لري او د ۲۰۲۱ داګست له میاشتې راهېسې یې د افغانستان له خلکو سره یې ۲.۳ میلیارد ډالر مرسته کړې.

فورم \ دبحث خونه