شاته

د هند په پارلمان کې د مودي پر حکومت د نه باور طرحه ناکامه شوه

د هند په پارلمان کې د نریندرا مودي پر حکومت د نه باور طرحه وروسته له هغه له ماتې سره مخامخ شوه، چې ښاغلي مودي د پنجشنبې په ورځ، د اګست لسمه (زمري۱۹) ‌د پارلمان د درې ورځني بحث په پای کې یوه تونده وینا وکړه.

د اپوزیسیون ګوند وکیلانو د هند په پارلمان کې د مودي د پاتې کېدو یا نه پاتې کېدو مسله داسې مهال کې مطرح کړې وه، چې له تېرو شاوخوا دریو میاشتو راهېسې د مانیپور په ایالت کې قومي شخړې روانې دي. دغه ایالت کې د مودي واکمن ګوند بهارتیا جنتا حاکم دی.

خو کله چې په پارلمان کې چې د مودي بهارتیا جنتا ګوند پکښې څرګند اکثریت لري، د صدراعظم مودي پر حکومت د نه باور طرحه ناکامه شوه، د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي په ګډون د اپوزیسیون ګوند وکیلان د پارلمان له ودانۍ څخه بهر ووتل.

د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د مودي حکومت "ټول هیواد ته اور اچوي."

خو ښاغلي مودي د مخالف ګوند د وکیلانو ددغه کړنې په غندلو سره وویل: "هغه څوک چې په ډیموکراسۍ باور نه لري، تل تبصرې کوي، خو د [استدلال] د اوریدلو زغم نلري."

مودي زیاته کړه: "دوی[د مخالف ګوند وکیلان] بدې خبرې کوي او بیا تښتي.... دروغ وايي او بیا ځي.... دا دوی لوبه ده او هېواد له دوی څخه ډیره تمه نشي لرلای."

د هند په مانیپور په ایالت کې قومي شخړې له هغه وروسته پیل شو چې حکومت د «مییتي هندو» قوم ته یو لړ داسې امتیازات ومنل چې په اساس یې د دغه قوم وګړي په ټولو هغو سیمو کې چې کوکي او نور غیر هندو قومونه مېشت دي، ځمکه او جایدادونه اخیستلای شي.

همدغه راز دا پرېکړه د «مییتي هندو قوم» وګړو ته په دولتي موقفونو او په پوهنتونونو کې د تحصیلي بورسونو او امتیازاتو یوه مشخصه سهمیه هم برابروي.

کوکي مسیحیانو د دغې پرېکړې په ضد اعتراضونه پيل کړي‌ دي.

د کوکي قوم وګړي ادعا کوي چې د نورو قومونو خلک یې په هر ځای کې چې ویني، په نښه کوي ‌او پولیس یې هم شکایت نه اوري او نه ورسره مرسته کوي. د مانیپور په ایالت کې د دغه روانې قومي شخړې له کبله تر دې دمه ۱۵۰ تنه مړه شوي او شاوخوا ۵۰زره نورو خلکو خپلې سیمې پرېښي دي.

د هندو ملتپاله بهارتیا جنتا ګوند (بي جې پي) د ۵۴۳ غړو سره د هند په ولسي جرګه کې لوی اکثریت لري او تمه کیږي چې دغه ګوند دریم ځل ټول ټاکنې وګټي.

د مودي په مشرۍ د بي جې پي ګوند لا دمخه ګاندي د هغه د کانګرس ګوند پر وړاندې دوه ځلې بریا ګټلې ده.

مودي د پنجشنبې په ورځ وویل:"زه د کانګرس ګوند ستونزې درک کولی شم. دوی هرځل له خپل یو ناکام محصول سره ‌چې هر ځلې ماتې خوري، رامخته کیږي. "

۵۳ کلن راهول ګاندي ، چې د چهارشنبې په ورځ یې په پارلمان کې د مودي په وړاندې د نه باور طرحې وړاندیز وکړ، په مانیپور ایالت کې د مرګونې تاوتریخوالي په اړه د نریندرا مودي چوپتیا وغندله او وویل چې د مودي حکومت هوډ لري چې ټول هیواد ته اور واچوي.

ګاندي د مارچ په میاشت کې په یوه قضیه کې په دوه کاله بند محکوم شو چې منتقدین یې د نړۍ په ترټولو لوی ډیموکراسۍ (هند) کې د سیاسي مخالفینو د ځپلو هڅه بولي. خو د هند سترې محکمې تېره دوشنبې د هغه سزا وځنډوله او هغه بېرته پارلمان ته ستون شو.

د مودي ګوند په پرله پسې ډول د سیاسي مخالفینو او د بشري حقونو ډلو لخوا د ټاکنیزو موخو لپاره د مذهبي توپیرونو ته په لمن وهلو تورن شوی دی.

د بشري حقونو څار ادارې په مانیپور کې د بهارتیا جنتا ګوند حکومتي چارواکي تورن کړي چې "د تفرقې پالیسي په اچولو سره چې د هندو اکثریت ته وده ورکوي" شخړو ته لاره هواروي.

مودي شاوخوا دوه میاشتې په مانیپور کې د تاوتریخوالي په اړه غلي پاتې شوی و چې دغه کړنه یې د مخالفینو لخوا د سختو نیوکو سره مخ شو.

نوموړي د جولای په میاشت کې، وروسته له هغه چې په دغه ایالت کې د دوو بربنډو ښځو یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، خپله چوپتیا ماته کړه او ویې ویل چې دې پیښې له امله یې زړه له "درد او قهر" ډک شوی دی.

د راپورونو له مخې، یوې ډلې پر دغو دوو مېرمنو له جنسي تېري وروسته هغوی بربنډ پر سړک تګ ته اړ کړل.

په هند کې قومي او مذهبي ډلې د مودي په مشرۍ د بهارتیا جنتا ګوند له کړنلارو سرټکوي او دغه ګوند د هندوانو د برترې غوښتلو په هڅو تورنوي.

تر دې مخکې هم نریندرا مودي د مسلمانانو پر وړاندې د هندوانو د تاوتریخوالی ته په نه پاملرنې تورن شوی و.‌

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه