شاته

ایران له اوین زندان څخه د امریکايي بندیانو خلاصون او د سپینې ماڼۍ غبرګون

د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) د پنجشنبې په ورځ، د اګست لسمه ( زمري ۱۹) په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازي په حواله خبر ورکړ، چې د دغه هېواد له اوین زندان څخه امریکايي بندیان خوشي شوي دي.

د ایرنا د خبر په بنسټ:"دغه هوکړه د یو دریم هیواد په منځګړیتوب او د یوې موافقې په چوکاټ کې ترسره شوې، ترڅو دواړه لوري په متقابل ډول پنځه تنه بندیان خوشې کړي."

په خبر کې دا نه دي ویل شوي چې کوم هیواد په دې برخه کې منځګړیتوب کړی دی.

ایرنا همداراز ویلي چې د دې موافقې په پلي کولو سره باید په سویلی کوریا کې د ایران کنګل شوي پیسې خوشې او قطر هېواد ته واستول شي.

تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند، اډرین واټسن، د ایران د اوین له زندان څخه د پنځو ایراني الاصله امریکايي بندیانو د انتقال خبر یو "هیله بخښونکی ګام" بللی و او ویلي وو چې د امریکا حکومت وضعیت له نږدې څاري. هغه وویل: "موږ به تر هغه په ارامه نه کښینو، ترڅو دوی ټول متحده ایالاتو ته راستانه شوي‌ نه وي. "

نوموړي دغه بندیان د سیامک نمازي، مراد طهباز او عماد شرقي په نومونو یاد کړل،‌ خو په ورته وخت کې یې زیاته کړه چې دوه نور امریکایان چې "باید په هیڅ صورت توقیف شوي نه وای" اوس نه غواړي چې نومونه یې واخیستل شي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند د دغو ایراني الاصله-امریکایانو د وضعیت او یا د هغوی د ازادۍ د تضمین لپاره د امریکا د حکومت د هڅو په اړه له جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.

د سیامک نمازي وکیل جرد ګنسر، د اوین له زندان څخه د تهران یوه هوټل ته د خپل موکل په ګډون د څلورو امریکايي اتباعو د لېږدولو پخلی وکړ او ویې ویل چې دغه کسان به تر هغه وخته په هوټل کې پاتې شي چې له ایرانه د وتلو اجازه نه وي ترلاسه شوې.

د دې خبر په حواله نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د جو بایډن حکومت موافقه کړې چې په سویلي کوریا کې د ایران څه باندې شپږ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ د قطر مرکزي بانک کې حساب ته انتقال کړي.

د ایران د چارو څارونکي وايي، د ایران حکومت غواړي د نورو هېوادونو د اتباعو په تېره بیا د دوه ګوني تابعیت لرونکو په نیولو سره له نورو هېوادونو سره په خپلو اړیکو کې ګټه واخلي.

د متحده ایالاتو په ګډون ډیری لویدیځو هیوادونو په پرله پسې توګه د دوه ګونی تابعیت لرونکو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې ایران ته سفر له خطر سره مل دی او له دوی یې غوښتي چې دغه هېواد کې هان د خپلو کورنۍ لیدنې لپاره، ځان دي په خطر کې نه اچوي.

فورم \ دبحث خونه