BBC
 شاته

تېرېزا می او افغانستان

Image copyright AP
Image caption تېریزا مې افغانستان ته د هغو افغان پناه غوښتونکو کډوالو پرضد قضیه وګټله، چې د پناه غوښتنې یې رد شوې دي

د روان کال مارچ میاشت کې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې تېریزا می د افغان کډوالو پرضد یوه قضیه وګټله، چې د محکمې د پرېکړې پربنسټ به ډېری هغه افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته لېږدول کېږي چې بریتانیا کې یې د سیاسي پناه اخیستو غوښتنې رد شوې.

دا پرېکړه وروسته تر هغه وشوه، چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې په ډېرېدو وې، ځکه چې د طالب اورپکو سربېره په دې هېواد کې د (اسلامي دولت) نومې ډلې فعالیتونو هم ګڼ خلک ترهولي.

تېر کال افغانستان په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو ډېر خونړی ګڼل شوی و.

د محکمې پرېکړه کې ویل شوي وو، که څه هم د افغانستان ګڼ ولایتونه ناامنه دي، خو پلازمېنه کابل د ستنېدونکو کډوالو لپاره خوندي ځای دی.

د بریتانیا د کورنیو چارو د وزیرې د پرېکړې په غبرګون کې د افغانستان د کډوالو چارو وزیر حسین عالمي بلخي ویلي وو، له بریتانیا نه د افغان پناه غوښتونکو، په تېره بیا د ماشومانو بېرته ستنول د اندېښنې وړ خبره ده.

Image copyright AP
Image caption د بریتانیا د کورنیو چارو د وزیرې د پرېکړې په غبرګون کې د افغانستان د کډوالو چارو وزیر حسین عالمي بلخي وویل، له بریتانیا نه د افغان پناه غوښتونکو، په تېره بیا د ماشومانو بېرته ستنول د اندېښنې وړ خبره ده.

نوموړي وویل: ''دا پرېکړه زموږ اندېښنې لا پسې ډېروي. هغه کسان چې څو کلونه بریتانیا کې اوسېدلي او عمرونه یې تر ۱۸ کلونو نه دي اوښتي، د افغانستان له چاپېریال او وضعیت سره ناشنا دي، که دوی افغانستان ته ستانه کړل شي، دا به لویه ستونزه وي. د بریتانیا حکومت باید دوی ته پناه ورکړي''.

د تېر ۲۰۱۵ کال لومړیو کې، د بریتانیا د کډوالو چارو ادارې وویل، له ۲۰۰۷ کال راهیسې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان بریتانیا ته د پناه نه غوښتلو لپاره تللي، چې ماشومان هم پکې دي، د ۱۸ کلنۍ په پوره کېدو سره به بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړل شي.

په تېرو لسو کلونو کې له ۷۰۰۰ نه زیات ماشومان په یوازې سر له افغانستانه تښتېدلي دي او په بریتانیا کې يې پناه اخیستې. هغه کسان چې منل شوي نه دي تر ۱۸کلنۍ پورې ورته په موقتي توګه ځای ورکړل شوی.

د تېر کال له اګسټ راهیسې کله چې یو شمېر افغانانو له بریتانیا څخه د هغوی د ایستلو پر خلاف د استیناف محکمې ته عریضه وکړه، د ټولو ایستل وځنډول شول، په دې دلیل چې بېرته لېږل د هغوی لپاره ډېر خطرناک وو.

کډوالو ته پیغام: 'اروپا ته مه راځئ'

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټسک تېر کال وویل، (اقتصادي کډوال) باید په ناقانونه توګه اروپا ته د تلو زړه ښه نه کړي. اروپايي ټولنې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې اړوند هېوادونه یې د کډوالو پرمخ د خپلو سمندرونو بندرونه وتړي.

Image copyright Getty
Image caption تېر کال تر یو میلیون ډېر کډوال د سمندر له لارې اروپا ته ورسېدل چې دې لړۍ ډېر دوام وکړ.

ښاغلي ټسک د تېرې مارچ میاشتې پر اوومه، د اروپايي ټولنې د سرمشریزې له پیلېدا وړاندې ویلي وو ''اروپا ته مه راځئ. خپل ژوند او خپلې پیسې په خطر کې مه اچوئ. دا ټولې هڅې به مو بابیزه شي. له یونان یا بل اروپايي هېواد نه به د اوښتو د پله ګټه نوره نه اخیستل کېږي''.

تېر کال تر یو میلیون ډېر کډوال د سمندر له لارې اروپا ته ورسېدل چې دا لړۍ لاهم دوام لري.