نظرپوښتنه: ډوپېنګ له اولمپيک سياليو سره تلوسه لږ کړې
د بي بي سي نړيوالې څانګې يوې سروې ښودلې چې د ډوپېنګ رسواييو له اولمپيک سياليو سره د خلکو مينه کمه کړې ده.
په دغه نظر پوښتنه کې، په نړيواله کچه ۱۹ هېوادونو کې له ۱۹۰۰۰ کسانو پوښتل شوي، ۵۷ سلنه خلکو ويلي ډوپېنګ له اولمپيک سره د دوی پر تلوسه يا مينې منفي اغېز اچولی دی.
د سروې له مخې، جرمنی او د ۲۰۱۶ کال اولمپیک لوبو کوربه هېواد برازيل کې پوښتل شوي کسان ډوپېنګ لږ اغېزمن کړي دی.
همدا ډول په منځنۍ کچه ۶۲ سلنه خلکو ويلي چې د هېواد فعاليت يې په "ملي غرور څه ناڅه اغېز کړی" دی.
د نظر پوښتنې له مخې اولمپيک لوبو کې بريا د مخ پر ودې هېوادونو لکه اندونيزيا، کينيا، روسيې، پيرو او هند پر وګړو چې په دغه نظرپوښتنه کې يې برخه اخيستې وه پر ملي وياړ ډېر اغېز درلود.
بلخوا د دې نظرپوښتنې له مخې اولمپيک لوبو کې برياو د برازيل، جرمني، امریکا او فرانسې پر "ملي وياړ" ډېر لږ اغېز کړی و.
د ۲۰۱۶ کال د اولمپيک سيالۍ د راتلونکې مياشتې پر پنځمه نېټه د برازيل په ريو کې پيلېږي.
روانه اوونۍ د ډوپېنګ پر ضد نړيوالې ادارې د اولمپيک پر کمېټي پر روسيې د بنديز د لغوه کېدو له امله نيوکه کړې وه.
د ډوپېنګ پر ضد نړيوالې ادراې د يوې پلټنې له مخې "روسيې په حکومتي کچه د دوبي او ژمي په اولمپيک سياليو کې ډوپېنګ تمويل کړی دی".
په دغه نظرپوښتنه کې له ۱۹ هېوادونو د ۱۳ هغو ډېری وګړو، ويلي ډوپينګ به له اولمپيک سياليو سره د دوی تلوسې او مينې کچه راټيټه کړي.
دغه نظر پوښتنه د ۲۰۱۵ کال ډسمبر او روان کال اپرېل مياشتې تر منځ موده کې ترسره شوې وه.