شاته

د چین او هند ترمنځ سرحدي تنازعه: د دواړو ملکونو پوځونه په پوله باندې د بنیادي اډانو په مضبوطولو لګیا دي

(وي او اې- اردو) - چین او هند ترمنځ په کال ۲۰۲۰ کې د مهلکه تصادم له امله چې کومه سرحدي تنازعه راپیدا شوه، د هغه د حل کولو دپاره تر اوسه په سفارتي کوښښونو کې ډېر کم پرمختګ ترسره شوی دی. په دې موقع، چین او تر یوه حده پورې هندوستان، د خپلو دریځونو د پیاوړي کولو دپاره په سرحد باندې د خپلو پوځي بنیادي اډانو تعمیري چارو ته زور ورکړی دی.

د روان کال په اپرېل میاشت کې، د تېرو شپږو میاشتو راغونډ کړی شوو سټلایټي تصویرونو ترمخه دا ښکاره شو چې د لاین آف اېکچوئل کنټرول (اېل اې سي) سره، چین پخپلو حدودو کې په پراخه پیمانه انفراسټکچر یا پوځي بنیادي اډانې جوړوي.

لاین آف اېکچوئل کنټرول، د همالیه په غرونو کې د اکسائی چن په متناقعه علاقه کې د چین او هند ترمنځ د ډي فېکټو سرحد په توګه پېژندل کیږي.

د برطانوي تحقیقاتي ادارې، چېټم هاوس ترمخه، په اوله کې د اېل اې سي کرښې سره، د چین طرف ته صرف یو څو پاشلي پوځي پوستې او بنیادي پوځي مورچلې لیدل کېدلې، مګر اوس بجېنګ هلته «سړکونه او پوستې سېوا کړي او نوي کېمپونه یې جوړ کړي چې د موسم په وړاندې محفوظه دي.»

بل طرف ته د هندوستان د واک لاندې کشمېر په لیهه علاقه کې، د وي او اې د خبریال بلال حسین د رپوټ ترمخه، هند هم د چین سره د دغسې بنیادي اډانو په تعمیر کې د ځغل ساتلو کوښښونه کړي دي. مګر د هند په خوا کې دې برخه کې د ترقۍ رفتار ډېر سست پاته شوی دی.

په دې حال کې، د لداخ د خودمختاره غرییزه سیمې په ترقیاتي کونسل کې د سرحدي حلقې نماینده کونچوک اسټینزین، د هندي پوځ د ښکاره تعییناتو ترڅنګ، د زیاتو ترقیاتي کارونو مطالبه کړې ده.

هغه د وایس آف امریکه سره په خبرو کې وویل چې د چین په نسبت، د هندوستان طرف ته د بنیادي اډانو تعمیر، د سستۍ ښکار دی او په سرحدي علاقو کې اوس هم د مواصلاتو ستونزې لیدلی کیږي.

هندوستان دعوه لري چې لداخ اکسائی چن د دوی د ملک حصه ده، مګر بجېنګ دا دعوه نه مني او د دې سیمې په اکثره علاقو کې د تبت او د خپل مغربي سنکیانګ صوبې د حصو په حیث، انتظامي چارې پر مخ وړي.

د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې د دې سیمې په وادي ګلوان کې د هند او چین ترمنځ یوه شخړه کې شل هندي عسکر او لږ تر لږه څلور چیني عسکر وژل شوي و. د هغه نه پس، دا درې کاله د دوو ملکونو ترمنځ سفارتي خبرې اترې روانې دي مګر سرحدي تنازعه تر اوسه حل شوې نده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00